واشنګټن – جاپان د روس په وړاندې جګړه کې له اوکراین سره د ۴.۵ بیلینه ډالرو مرستې ژمنه وکړه او د جاپان لومړي وزیر فومیو کشیدا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو بیلین ډالر ورڅخه بشري مرستو ته ځانګړي شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د زیارت په ورځ په خپلې ورځنۍ وینا کې وویل، "جاپان زمونږ له هېواد او خلکو سره په مرستو کې ثابت قدمه او ډېر اصولي دی او زه د دې مرستې قدرداني کوم."
هغه وویل، له اوکراین سره د مرستې په برخه کې د جاپان پرېکړه "ډېره پر وخت شوې چې زیاته اړتیا ده ورته."
په ورته وخت کې یو روسي ډرون یو کس وژلی او د اوکراین په اودیسا سیمه کې یې د بندر یوه ودانۍ ویجاړه کړې ده.
د اودیسا والي اولې کېپر ویلي، په اودیسا باندې دوه ساعته برید دوام درلود او په دغه وخت کې هوايي دفاعي سیستم اکثره روسي ډرونونه غورځولي دي خو ځینې یې تېر شوي دي.
هغه وژل شوی کس د ټرک ډرایور یاد کړی او ویلي یې دي چې د ډرون په برید کې د ډنوبې سیند ته نېږدې یوه زېرمه، یو الېوېټر او یو ټرک ویجاړ شوي دي.
د اوکراین پوځ ویلي، د روس په دغه هوايي برید کې ټولټال ۱۸ ډرونونه وه چې ۱۵ یې غورځول شوي دي.
د امریکا مرسته:
د امریکا په سنېټ کې رېپبلېکن وکیلانو د شورو یا چهارشنبی په ورځ اوکراین او اسرایلو سره د ۱۱۰ بیلینو ډالرو د مرستو مخه ونیوله او دغه ډول د امریکا په جنوبي پوله د ځینو امنیتي تدابیرو هم.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له کانګرس څخه د ۱۰۶ بیلینه ډالرو غوښتنه کړې وه چې جګړو ته پیسې ورسېږي او د پولې اړتیاوې هم پوره شي.
د شورو یا چهارشنبی د ورځې په اوټونو کې د ۴۹ موافقو رایو په مقابل کې ۵۱ مخالفې رایې وې.
په سنېټ کې د ریپبلېکن مشر مېچ مکانېل چې له اوکراین سره د مرستې ملاتړی دی د خپل ګوند غړو ته ویلي وو چې د مرستو دا پکېج رد کړي ځکه په دې کې د پالیسۍ بدلون نه دې راغلی چې وکیلانو ورته د کلونو راهیسې جګړه کړې.
Forum