لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بالاچ بلوڅ د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس چارواکو پر ضد درج کړل شوې ده


د پاکستان په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې د پولیسو په ولکه کې د وژل شوي بلوڅ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس افسرانو پرضد درج کړل شوې ده اؤ د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمیټي هم جوړه کړې ده.

ډان ورځپاڼه وایي، د سي ټي ډي د ایس ایچ او اؤ دریوؤ نورو مامورینو پرضد دا مقدمه د تربت د ضلعي جج په امر د بالاچ بلوڅ د پلار مولا بخش په مدعیت کې د تربت په سټي پولیس تاڼه کې درج کړل شوې ده.

د بالاچ بلوڅ پلار پخپل درخواست کې ویلي دي چې زوي یې د سي ټي ډي په ولکه کې په قضایي ریمانډ ؤ اؤ د دریوؤ نورو کسانو ترڅنګ په یوه جعلي مقدمه کې وژل شوی دی.

د بالاچ پلار ویلي زوي یې د اکتوبر په وروستيو کې د شپې په مهال په ساده جامو کې کسانو د کوره پورته کړی، د بې درکۍ وروسته یې په 20م نومبر بيا د هغه ګرفتاري ښکاره کړې، مقدمه پرې درج شوې په 21م نومبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت د سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو په ريمانډ ورکړی وو.

د بالاچ مشر ورور اجمل وایس اف امریکا ته ويلي وو، خوشحاله ؤ چې ورور یې راڅرګند شو، خو دوی ته نه وه معلومه چې بله ورځ به بالاچ په جعلي مقابله کې ووژل شي.

سي ټي ډي د نومبر د 22مې او 23مې ترمنځ شپه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې وه.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي ډان ته ویلي چې د پلټنو په مهال بالاچ بلوڅ پولیسو ته منلې ده چې د ترهګرۍ په ۱۱ پېښو کې لاس لري .

هغه ویلي کله چې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د بالاچ په ښودنه د ترهګرو پرضد کارروایي وکړه نو هلته د پولیسو اؤ ترهګرو ترمنځ ډزې شوې وې چې بالاچ پکې د خپلو ملګرو په ډزو لګیدلی اؤ وژل شوی ؤ اؤ د سي ټي ډي په ځوابي ډزو کې درې ترهګر وژل شوي وؤ.

د بلوچستان حکومت د اعلامیې ترمخه، په 27 نومبر د سيکرټري فشريز، د کوټې د ډي آی جي، د کېچ د مرستیال کمشنر او ګوادر د اېس ېس پي ګډه کميټي جوړه کړی شوې او کميټي به دوو اوونیو کې د بالاچ مولا بخش د وژنې د پېښې پلټنې کوي.

د وایس فار بلوچ مېسنګ پرسنز ترمخه د وژل شویو څلورو واړو کسانو شناخت په هغو کسانو کې شوی چې بې درکه وو او معلومات يې د تنظیم سره موجود وو. خو سي ټي ډي دا خبره رد کړې ده.

سي ټي ډي د وژل شویو کسانو پېژندګلو د بالاچ مولا بخش، سېف الله، ودود او د شکور په نومونوکړې وه.

سي ټي ډي دعوه کړې چې بالاچ د بلوچستان لېبرېشن ارمي، بي اېل ای، نومې تنظیم غړی وو.

د بالاچ خپلوانو، مدني او د سیاسي ډلو فعالانو بيا د بالاچ د وژنې پرضد احتجاجي پرلت پېل کړی ؤ او غوښتنه یې کوله چې د هغه د وژنې د تحقیقاتو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي او د سي ټي ډي خلاف دې مقدمه درج شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG