لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان باید افغانستان کې د بشري حقونو په اړوند خپلې ژمنې ترسره کړي


د بشري حقونو په نړیواله ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي په افغانستان واکمن طالبان باید د بشري حقونو په اړوند خپلې ژمنې پوره کړي اؤ خلکو ته دې د هغوي بشري حقوق ورکړي.

نن د ډسمبر لسمه په نړۍ کې د بشري حقونو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. سږکال دا ورځ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د منظوریدو د ۷۵ کلیزې په مناسبت په نړۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کیږي.

سږکال د بشري حقونو نړیواله ورځ د افغانستان دننه په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په کال 2021م کې د طالبانو لخوا بیا د افغانستان په واکمنۍ له قبضې کولو راپدیخوا په دغه جګړه ځپلي هیواد کې د طالبانو د خلکو نه د هغوي بشري حقوق اؤ ازادۍ تروړلې دي چې له دغه وضعیته تر ټولو زیاتې افغان مېرمنې اؤ نجونه اغېزمنې شوې دي.

طالب واکمنو ولسي ځایونو کې د مېرمنو په ګرځېدو، پوهنتونونو اؤ سینګار خونوته د نجونو په تګ ، دفترونو کې په کار کولو اؤ د یوې خاص فاصلې نه اخوا د ښځو په یوازې سفر کولو بندیزونه لګولي دي چې له دې امله په ټولنیز ژوند کې د ښځو برخه ختمه شوې اؤ د طالبانو لخوا لګول شوؤ دې بندیزونو په پراخه کچه نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د بشر د حقونو په ورکړه کې د طالبانو ناکامۍ ته ګوته نیولې ده اؤ پخپله اعلامیه کې یې ویلي دي چې طالبان د محکمو تر شا وژنو ، تشدد، ناوړه چلند ، جسماني سزاګانو اؤ د خپلې خوښې په اساس دخپلو مخالفینو په نیولو اؤ ځورولو کې ککړ دي.

اعلامیه وایي افغانستان کې چې کوم خلک د بشري حقونو په پلوۍ غږ پورته کوي نو هغوي د طالبانو لخوا نیول کیږي، ځورول کیږي اؤ د بندیزونو سره مخ کیږي.

افغانستان کې د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائی کمشنرې فیونا فریزز وایي "موږ د بشري حقونوافغان فعالینو ته پېرزوینې وړاندې کولو اؤ هغوي سره خپل پیوستون ښایو ځکه چې په دوي کې اکثره فعالین د بشري حقونو لپاره د غږ پورته کولو ، دامن اؤ انصاف په غوښتلو اؤ د بنیادي ازادۍ د اصولو په طرفدارۍ کولو دروند قیمت پرېکوي"

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استاوزلۍ مشرې روزا اوتن بانیفا ویلي د افغانستان د یو خوشحاله اؤ سوکاله راتلونکي لپاره باید خلکو ته د هغوي ټول بشري حقوق ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکې د جمعې په ورځ افغانستان کې د بشري حقونو څخه په سرغړونې کولو په دوؤ طالب چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو محکمې ویلي طالب چارواکي فرید الدین محمود د شپږم صنف نه بره د د ښځو اؤ نجونو د تعلمیي ادارو د تړلو پرېکړې کړې دي اؤ د ښځو او نجونو په تعلیم د محدودیتونو ملاتړ یې کړی دی.

امریکې د طالبانو په بل چارواکي خالد حنفي هم بندیزونه لګولي اؤ هغه یې هم د ښځو اؤ نجونود حقونو په سرغړونه تورن کړی

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا بندیزونه غندلي اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې بندیزونه مسلط کول د ستونزې حل نه دی .

هغه په امریکې تور لګولی چې د اسرایل په ملاتړ کولو نړۍ کې تر ټولو ستر د بشري حقونو پایمالونکی هیواد دی.

مجاهد ویأي دي په نورو خلکو د بشري حقونو د سرغړونو تور لګول اؤ بیا په هغوي بندیزونه لګول هیڅ جواز نه لري اؤ یو غیر منطقي عمل دی.

په ښځو اؤ نجونود طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه د دوي د حکومت په رسمیت د پېژندنې په لړ کې تر ټولو ستر خنډ دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG