د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې په چراټ سیمه کې د سکرو په يو کان کې د ګېس چاودنه شوې، يو مزدور پکې مړ او څلور نور ژوبل شوي دي.
د ژغورنې ادارې رېسکیو 1122 ترمخه د نوښار د پبو تحصیل په شا کوټ علاقه کې د سکرو په کان کې د کیندنې په وخت په کان کې د ملبې لاندې د پينځو مزدورانو د ايسارېدو خبر ورته ترلاسه شوی او امدادي ټيم بيا موقعې ته رسېدلی دی.
1122 ويلي، په ایسارو شوو مزدورانو کې يو مړ او څلور نور ژوبل شوي دي. د ادارې ترمخه ژوبل مزدوران د پبو روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
پاکستان کې د سکرو د کانونو د مزدورانو د اتحادیې مشر عابد يار خان وي او اې ډيوه ته وویل، په چراټ کې چې نن کومه پېښه شوې د شانګلې ضلعې مزدوران یې ښکار شوي دي.
هغه وویل د سکرو په کان کې د ګېس له امله چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، پاکستان کې وخت په وخت د سکرو په کانونو کې دغه ډول پېښې کيږي او زياته یې کړه، د دوی د اندازې ترمخه د کال په سر په دغه ډول پېښو کې د 200 نه 250 پورې مزدوران مړه کیږي او د 50 پورې داسې ژوبل شي چې تلمعري معذوره شي.
هغه زياته کړه د دوی سره کره شمېرې نشته خو د اندازې ترمخه یې، د سکرو په کانونو کې د دوو نه تر دوه نیم لکه پورې مزدوران خواري کوي او په دوی کې د 95 فيصده مزدورانو تعلق د شانګلې سره دی.
نوموړي تور ولګوو په کانونو کې زياتره پېښې د ماينونو د قانون پوره نه عملي کېدو له امله کيږي، په کان کې نه خو د هوا لاره وي او نه بل کوم د خونديتوب انتظامات کولی شي.
خو د پاکستان په بلوچستان صوبه کې چې د سکرو په کانونو کې اکثره پېښې کيږي د ماینونو د محکمې چارواکي وخت په وخت دعوې کوي، دوی هڅه کوي چې قانون عملي کړي او چې څوک هم د قانون سرغړونه کوي پرضد قانوني کارروايي کيږي.
Forum