لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او برتانیې د حماس جنګیالو پرضد نوي بندیزونه لګولي


واشنګټن – امریکا او برتانیې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خپل څلورم دور بندیزونه د غزې په کنټرول کې له اسرایلي ځواکونو سره د جګړې لپاره د حماس د پیسو راټولولو پر عملیاتو لګولي.

د امریکا د خزانې وزارت په یو بیان کې ویلي، دغه نوي بندیزونه په ترکیه او نورو ځایونو کې په هغو اتو کسانو باندې لګول شوي چې په بهر کې یې د حماس د ګټو استازیتوب کاوه او د هغوی مالی چارې یې سمبالولې.

د ترهګرې او مالي معلوماتو په برخه کې د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن ویلي، "حماس په دوامداره توګه په هغو شبکو باندې تکیه لري چې د حماس د ګټو لپاره د پیسو راټولو کمپاین کوي تر څو په غزه کې د هغوي له پوځي فعالیتونو څخه ملاتړ وشي."

د امریکا خزانې وزارت په ترکیه کې د حماس د مهمو مالي ملاتړ کونکو څخه یو تن هارون منصور یعقوب ناصر الدین یاد کړی.

د خزانې وزارت ویلي، چې دغه کس په هغې شبکه کې کار کوي چې له ترکیې او له غزې څخه په لویدیځه غاړه کې د حماس د قوماندې مرکز ته پیسې استوي چې لویدیځه غاړه نوره هم نارامه کړي.

په دغو بندیزونو کې د حماس د ملاتړو ټولې هغې پانګې کنګل شوي کومې چې ښايي په امریکا کې وي او په راتلونکې کې هم له امریکايي او برتانوي بانکونو سره د پیسو راکړه ورکړه نشي کولای.

امریکا او برتانیې تر دې مخکې درې پړاوه نور بندیزونه په حماس باندې وروسته له هاغې ولګول چې د اکټوبر په اوومه نېټه یې په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې له ځان سره وتښتول.

د دې په غبرګون کې اسرایلو په غزه کې د حماس د واکمنۍ د ختمولو لپاره عملیات پیل کړل چې تر اوسه پورې پکې تر ۱۸۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي.

امریکا او برتانیه دواړه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG