لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د افغان طالبانو حکومت وایي د ډیره اسماعیل خان ترهګریز برید له افغانستان سره هیڅ تړاؤ نه لري


په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډيره دیره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو شوی برید افغانستان پورې هیڅ تړاؤ نه لري.

ښاغلي مجاهد ویلي که پاکستان ددې برید په اړوند افغانستان ته شواهد ورکړي نو د دوي حکومت به یې په اړه پلټنې کړي خو وایي ددغسې بریدونو مخنیوی باید د پاکستان دننه وشي.

د سه شنبې په ورځ د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پوځ په یوه کمپ وسله والو برید کړی ؤ چې پکې ۲۳ پوځیان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.

په دغه برید پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سخت احتجاج کړی ؤ اؤ په اسلااباد کې د هغوي استازی خارجه وزارت ته رابللی شوی اؤ د پاکستان د اندېښنو اؤ احتجاج څخه خبر کړل شوی ؤ.

د پاکستان د خارجه وزارت له خوا په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي وؤ د پاکستان د بهرنیو چارو سکتر په اسلام اباد کې دطالبانو د سفارتي استازي نه وغوښتل چې دافغان طالبانو لنډ مهاله حکومت باید په دې برید کې ککړ د ټي ټي پي مشران ونیسي اؤ پاکستان ته دې یې وسپاري .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر سردار محمد شکیب څخه غوښتل شوي چې د طالبانو حکومت دې ددې وروستي برید په تړاو بشپړه پلټنه وکړي او د برید د عاملینو پر وړاندې دې جدي اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان د ملي ټيلي ويژن اؤ یو شمیر نورو بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په پاکستان کې دننه د هرې امنیتي پېښې ذمه واري باید په دومره اسانۍ د افغانستان غاړې ته وا نه چول شي.

دهغه په خبره "پاکستان باید خپل امنیت ته زیاته پاملرنه پخپله وکړي. هغه سيمه (ډيره اسماعيل خان) چې دا پېښه پکې رامنځته شوې ده، دافغانستان د پولې نه سل کیلو میټره لرې دپاکستان پخپله خاوره کې ده اؤ هلته دپاکستان امنیتي ځواکونه ډیر کوټلی شتون لري، نو هغوي پخپله کولی شي چې ددغسې پېښو مخه ونیسي"

هغه ویلي یو وارې بیا ویلي د دوي حکومت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي .

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ تېره میاشت دعوه کړې وه چې د کله نه په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي دي پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده.

کاکړ زياته کړې، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول"

د پاکستاني وزيراعظم د دعوو او تورونو په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي" خو هغه ویلي وؤ چې پاکستان باید خپلو د خپلو کورنیو مسلو حل پخپله ولټوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG