د اسرایل د دفاع وزیر يواو ګېلانټ د زيارت/پنجشنبې په ورځ د اسرایل په سفر د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جيک سولېوان سره ليدلي او ويلي یې دي، د غزه په پټۍ کې به د حماس وسله والو ته په ماتې ورکولو کې څو مياشتې ولګیږي.
د اسرایل د دفاع وزیر ویلي، حماس د يوې لسيزې نه د زياتې مودې راهسې په غزه کې د ځمکې د پاسه او لاندې خپلې ودانۍ جوړې کړي، او د حماس وسله والې ډلې په ختمولو کې به اوږد موده ولګيږي، او دا به لږ تر لږه څو مياشتې موده واخلي.
ګېلانت ويلي، "مونږ به ګټه ترلاسه کړو او مونږ به دوی (حماس) تباه کړو". امریکې د سېلووان سره د ګېلانت د ليدو په اړه څه نه دي ویلي.
د اسرایل او حماس د جګړې اوس درېمه مياشت ده. د ګېلانت دفتر ويلي، دواړو چارواکو د يرغمل اسرايليانو خپلو کورونو په بیرته ستنولو په ضرورت هم خبرې کړي دي.
د سولېوان د سفر نه وړاندې د اسرايل ځواکونو د زيارت په ورځ د غزې په پټۍ نور هوايي بريدونه کړي دي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د شورا وياند جان کربي خبريالانو ته ویلي، سولېوان به د زيارت او جمعې په ورځ په اسرايل کې، د اسرایلي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د فلسطيني ملګي وګړو د وژنو کمولو په اړه خبرې وکړي.
کربي ویلي، "دا زمونږ مقصد دی او اسرايل وايي دا د دوی هم مقصد دی".
ویل شوي، سولېووان به د امریکې په دې غږ هم بحث وکړي چې اسرايل کيرم شلوم په پوله غزې ته بشري مرستې پرېږدي او دا به د رفح پولې د لارې اوسنۍ روانې مرستې سېوا کړي.
سپينې ماڼۍ د زيارت په ورځ ویلي، سولېووان په خپل سفر کې لومړی سعودي عرب ته تللی د سعودي عرب د وليعهد محمد بن سلمان سره یې ليدلي، "د اسرايليانو او فلسطينيانو ترمنځ د تلپاتې سولې د نوو شرطونو په هڅو او غزې ته د بشري مرستو په سېوا کولو یې خبرې کړي دي".
خو د حماس لخوا دوه مياشتې وړاندې بريد په ځواب کې یې د اسرايل د ملاتړ تينګار هم کړی دی. د امریکې صدر او نور چارواکي په غزه کې د ملکي وګړو د وژنو په شمېرو اندېښنې هم څرګندوي.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ويلي، د اووم اکتوبر د حماس په اسرايل د حملې وروسته، په غزه کې د اسرايل په عملياتو کې د 18600 نه زيات کسان وژل شوي 70 فيصده یې ښځې او ماشومان دي. حماس چې امریکې او يورپي يونين ترهګره ډله ګرځولې، د اووم اکتوبر په حمله کې یې 1200 کسان وژلي او 240 نور يرغمل کړي وو.
کربي ویلي، "د اسرايل سره زمونږ ملاتړ کم شوی نه دی، خو مونږ اندېښنې لرلې او مونږ په پوځي عملياتو کې دغه اندېښنې څرګندې کړي دي، د دې منلو باجود چې حماس دا لړۍ پېل کړې او دوامداره یې ساتي".
د اسرایل پوځ وايي، دوی داسې ګامونه پورته کوي چې کم ملکي وګړي ووژل شي، په کومو ځايونو کې چې بمباري کوي هلته خلکو ته وايي چې ووځي. خو د اسرايل پوځ تور لګوي حماس په ارادې سره د ابادۍ علاقې کاروي.
د فلسطين دپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، د غزې د ابادۍ 85 فيصده ابادي چې خواوشا 1.9 فيصده جوړيږي کورونه یې پرېښودي د 1.1 ملينو نه زیات خلک د غزې په جنوب او مينځنۍ سيمه کې د ادارې په پناه ځايونو کې دېره دي، او دوی په پناه ځايونو کې د حساب څخه نهه چنده زيات دي.
د حماس او اسرایل جګړې سيمه ييزه تاو تريخوالی هم سېوا کړی، په يمن کې د ايران ملاتړو حوثي ياغيانو په يمن کې په رېډ سي يا سور سمندر کې د اسرايل بېړۍ په هوايي بريد کې په نخښه کړې ده.
د امريکې مرکزي کمانډ ویلي د زیارت په ورځ د حوثي ياغيانو بېړۍ ته د ختلو هڅه ناکامه کړی شوې د هغې وروسته یې دوه ميزایلې توغولې خو امريکايي پوځ ويلي د امریکې ګايډډ ميزايل دغه تباه کړي او ټېنکر پله تلونکی ډرن یې راغورځولی دی.
د شورو په ورځ د امریکې صدر جوبايډن په واشنګټن کې د هغو اتو کسانو د کورنيو د ګڼو غړو سره ليدلي د کومو په اړه چې امریکا خيال کوي حماس په غزه کې نيولي وو. سپيې ماڼۍ ويلي، تر هغې به نه په قلاره کيږي چې يرغمل امریکان مو بيرته کورونو ته نه وي راوستي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)
Forum