روس د خالي، شنبې په ورځ په اوکرين کې د ډرون بريدونه کړي چې په ځواب کې يې د اوکرين هوايي ځواک ويلي د دوی ځواکونو او ګرځنده ډلو د ايران جوړ 31 شاهد ډرونونو نه 30 راغورځولي چې يولس سيمې يې په نخښه کړي دي.
په نخښه شوو سيمو کې سرښار کييف، سويلي خېرسن غربي سيمه خمېلنیڅکي سيمې شاملې دي. د کييف د پوځي انتظاميې مشر شيحی پوپسکي ويلي “ډرون بريدونه په ټولګو ټولګو، وخت په وخت او بيلا بيلو ځايونو وو”.
د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي په خپل ورځني بيان کې ويلي د جمعې په ورځ يې د ځايي او سيميزو کانګرس چارواکو سره په لېيوف کې غونډه کړې.
د هغه په وينا په غونډه کې د ملي حکومت د چارواکو په ګډون په غونډه کې وزير اعظم هم موجود و.
زېلېنسکي وويل په ناسته کې ډېرې مسلې وڅېړلی شوې ځکه “دا د حکومت د پاره ډېره مهمه ده چې په دومداره توګه د ځايي حکومتونو او ټولنو د مشرانو سره په رابطه کې وي چې د اوکرين په تازه صورتحال خبر وي”.
هغه وويل په غونډه کې د اوکرين د امنيتي چارو مشر په اوډيسا، خېرسن سيمه او نېپرو کې د سهولتکارانو تفصيلات هم وړاندې کړل.
اوکرين د خپل غربي پلويانو سره لوځنامې لاسليک کړي چې په شريکه په ملک دننه د ټيکنالوجي وسلې جوړول پيل کړي چې خپل دفاعي نظام مظبوط کړي او د غربي رسد په ځای په کور پوره وي.
د دفاع وزير رستم عمروف په مېټا پخواني فيس بوک ليکلي “مونږ د کمپنيانو سره په درځنونو لوظنامې لرو چې چې شريک پيداوار وکړو لا د ټېکنالوجي تبادله وکړو”.
دا ګام چې کورنی پيداوار زيات کړي د اوکرين د پاره نور هم مهم شوی ځکه د امريکا او يورپين يونين نه په لويه کچه پوځي امداد ښکاري ډېر باوري نه دی او غربي ذخيرې خو نورې هم کمې شوي دي.
کييف د نړيوال دفاعي صنعت سره د يو شمېر کانفرنسونو کوربتوب کړی. دې اونۍ يې د برتانيه د غټ دفاعي اوزارو جوړونکو سره کانفرنس کړی او په سېپټمبر کې يې د يورپ د 250 وسلې جوړونکو کوربتوب وکړو او بيا يې د امريکا سره په ډيسمبر کې په واشنګټن کې ګډ کانفرنس وکړو.
عمروف وويل “مونږ د امريکا سره د ګډ پيداوار او ټېکنېکل ډيټا د شريکولو ميمورېنډم اف انډسټينډېنګ (ياداشت) لاسليک کړی”.
Forum