لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چترال په غرونو کې امریکایي وګړي د تاریخ په تر ټولو لوړه بیعه د مارخور ښکار کړی دی


په تاریخ کې په وړومبي ځل د امریکې یو وګړي تر ټولو په لوړه بیعه د خېبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د مارخور ښکار کړی دی.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د ځنګلي ژوند د څارنې محکمې د سرچینو له خولې ویلي چې امریکایي وګړي د چترال په غرونو کې د مار خور نومي ځناور د ښکار د اجازې سند د ټیکس په شمول په 2 لکه اؤ 32 امریکایي ډالرو ترلاسه کړی ؤ.

تر دې مخکې یو امریکایي وګړي په چترال کې په دوه کروړه اؤ 20 لکه پاکستاني روپیو د مارخور د ښکار اجازه ترلاسه کړې وه اؤ په استور سیمه کې بیا د مار خور د ښکار اجازه په یو لکه اؤ 86 زره ډالرو ورکړل شوې وه.

د پښتونخوا د ځنګلي ژوند د څارنې د محکمې وینا ده چې په دوه لکه اؤ 32 زره ډالر د مارخور د ښکار اجازه ورکول د تاریخ تر ټولو لوړه بولي ده.

سرچینې ویلي چې امریکایي وګړي د چترال په غرونو کې د مارخور د ښکار دا اجازت نامه سږکال د اکتوبر په میاشت کې ترلاسه کړې وه.

مارخور چې نسل يي د خطر سره د مخ ځنګلي ځناورو په نوملړ کې شامل کړی شوی، د پاکستان قامي ځناور دی او په خېبر پښتونخوا کې هر کال د دغه ځناور د ښکار جايزې پروګرام د لارې څلورو اجازت نامو دپاره بولي کيږي.

په دې بولۍ کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو وګړي برخه اخلي.

د خېبر پښتونخوا ځنګلي ژوند د څارنې د ادارې تر مخه د مارخور نسل يي له کلونو راهسې خوندي ساتلی او په چترال کې ددې ځناورو شمېره تر 5500 او کوهستان کې تر 1000 پورې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG