د کیېف اېنډېپنډنټ اخبار د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د شاوخوا دوه کلونو راهیسي په اوکراین باندې د پوځي یرغل په لړ کې تر اوسه په اوکراین کې د روس قریب درې نیم لکه عسکر تباه شوي دي.
په اخبار کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د سرلښکر له قوله راغلي چې صرف په تېر یو شوا روز کې د روس ۱۲۵۰ عسکرو ته مرګ ژوبل اوړېدلې ده او د دې په شمول تر اوسه د روسانو درې لکه شپږ څلوېښت زره او اویا ۳۴۶۰۷۰ عسکر په اوکراین کې وژلی شوي دي.
د دې ترڅنګ، رپوټ زیاتوي چې روس په دې جنګ کې تر اوسه "۵۷۳۹ ټېنکونه، ۱۰۶۹۲ بکتربند جنګي ګاډي، ۱۰۷۶۶ ګاډي او د تېکو ټېنکران، ۸۱۳۷ د توپخانې نظامونه، ۹۲۳ د څو څو راکټونو د داغلو سیسټمونه، ۶۰۹ د فضایي دفاع سیسټمونه، ۳۲۴ فضایي جهازونه، ۳۲۴ هلیکاپټرې، ۶۲۷۸ ډرونونه، ۲۲ کښتۍ او وړې بېړۍ، او یو آبدوز" هم د لاسه ورکړي دي.
بل طرف ته روس، چې تېر د سپټمبر میاشت کې یې د اوکراین مقبوضه سیمې پخپلې خاورې کې شاملې کړلې، اوس ویلي چې دغه سیمې – ډونېتسک، لوهانسک، خرسون، او زاپورېژیا – به په آینده مارچ میاشت کې د روس په صدارتي انتخاباتو کې برخه واخلي. د روس په دې اعلان باندې د برطانیې دفاع وزارت تبصره کړې ده.
د برطانیې دفاع وزارت د اوکراین په حوالې سره پخپل روزانه استخباراتي رپوټ کې، د اوکراین په مقبوضه سیمو کې د روس د انتخاباتو په تړاو ویلي دي: "دا قریب یقیني خبره ده چې د روس د اختیار لاندې سیمو کې به صدارتي انتخابات نه آزاد او نه هم منصفانه وي."
یاد وزارت ویلي چې "د دې خبرې یقیني کولو دپاره چې روسي صدر ولاډیمیر پوټین په دې سیمو کې [انتخابات] په ډېر لوی توپیر سره وګټي، روس به د ډېر زیاد انتخابي دوکه کارۍ او د ووټرانو د یرولو لارې چارې استعمالې کړي."
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ماښام ویډیویي پیغام کې وویل چې ملک ته به یې خپل فضایي دفاع قوي کول وي.
زېلنسکي زیاته کړه: "مونږ د وړاندې نه په دې اتفاق کړی دی. د فضایي دفاع موضوع د نړۍ مشرانو قریب په هره لیدنه کې را اوچته کیږي. نور دفاعي نظامونه به راوړل شي، او د فضا به لا نوره محفوظه کړی شي."
زېلنسکي وویل چې په دې تېره هفته کې په اوکراین باندې ۱۱۲ شاهد نومي ډرونونه راغلل، مګر اوکرایني ځواکونو یې ۱۰۴ ډرونونه وویشتل او ویې غورځول.
اوکراین د خپل داخلي پوځي صنعت د پیاوړي کولو او په مغربي پوځ باندې د خپلې تکیې د راکمولو په مقصد، له غربي اتحادیانو سره د وسلو د پیداوار د ټېکنالوجۍ په برخه کې د شریکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.
Forum