لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان نه څلور لکه 35152 غېر قانونه افغان کډوال بيرته لېږل شوي


د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (رېډيو پاکستان) ترمخه، د پاکستان نه تراوسه پورې څلور لکه 35152 افغانان بيرته لېږل شوي دي. د سرکاري رېډيو په وېب پاڼه پرون خبر ورکړی شوی، ويل شوي تېره ورځ (د خالي/شنبې په ورځ) 1634 غېر قانونه افغانان بيرته ستانه شوي دي.


د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.


خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

د خېبرپښتونخوا د داخله چارو محکمې ویلي، په خېبرپښتونخوا کې اوس هم 761 غېر قانونه کډوال د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې مېشت دي. د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، د خېبرپښتونخوا د داخله چارو محکمې ويلي، د صوبې څخه د 260000 نه زيات غېر قانونه کډوال تللي دي.


د محکمې د شمېرو ترمخه په 250000 افغانانو کې، چې په خپله خوښه خپل ملک ته د تورخم د لارې ستانه شوي، 6360 پکې د خېبرپښتونخوا د افغانستان سره په پولو اوښتي دي.


د خبر ترمخه په دغو کسانو کې 5228 د خېبرپښتونخوا نه، 125 د اسلام اباد نه، 974 د پنجاب او 34 د کشمیر نه تللي دي. ويل شوي، د جنوبي وزیرستان د انګور اډې د لارې 3646 او 698 کسان د کورمې د لارې تللي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG