د کېتولیک عیسایانو مذهبي مشر پوپ فرانسېس په رسمي توګه پادریانو ته همجنس جوړو ته د برکت دعا کولو اجازت ورکړی دی.
د واټیکان د عقیدې یا داکټراین څانګې یو نوی دستاویز د ګل په ورځ خپور کړی چې د واټیکان په پالیسۍ کې د بنیادي بدلون په اړه ټینګار کوي چې هغه خلک چې د خدای مینه او رحمت لټوي باید د دې ترلاسه کولو لپاره د "مکمل اخلاقي چڼ" تابع نه وي.
په دغه دستاویز کې پوپ د همجنس جوړو لپاره د برکت دعا په ځینې موقعو کې د کولو منظوري ورکړې که چیري د همجنس جوړو رسم د واده مقدس مراسمو سره ورته نه وي.
نوی دستاویز دا شرط تکراروي او تاییدوي چې واده د نارینه او ښځې تر منځ تلپاتی حرمت دی، او ټینګار کوي چې د سول یونین (همجنس جوړو) اشتراک باید واده سره ګډوډ نه شي. نوی دستاویز زیاتوی چې داسې ډول رسمونو په وخت باید ان تر دې د عبادت غیر رسمي رسمونه، جامې، او اشارې وه نه کارول شي چې د واده په وخت ترسره کیږي.
یادونه: د دې خبر معلومات اې پي خبري ایجنسۍ نه اخیستل شوي دي.
Forum