لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چین کې زورورې زلزلې لږ تر لږه 118 تنه مړه کړي او تر 500 زیات ټپیان دي


د چین په شمال ختیځ کې په لرې پرته غرنۍ سیمه کې بېګا شپه زوروره زلزله راغلې چې تر اوسه پکې د لږ تر لږه 118 تنه مړه شوي او تر 500 زیات کسان ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې زلزلې ګڼ شمېر کورونه ړنګ او سړکونه زیانمن کړي، د بجلۍ او مواصلاتو تارونه یې غوڅ کړي دي. خلک مجبوره شوي چې په دې سړه سیمه کې په لارو کوڅو کې شپه تېره کړي.

د چین د سرکاري سینهوا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې زلزله په نیمه شپه د چنګهای او تبت د لوړې یا مرتفع سطحه پر څنډه په ګانسو او چینګهای صوبو کې شوې ده، چې وایي شدت یې د ریکټر سکېل په کچه 6.2 درجه ښودل شوی دی.

د چین د سي سي ټیلیویژن د رپوټ له مخې په په ګانسو کې د مړو شویو کسانو شمېر 105 او د ټپیانو شمېر تقریباً 400 ته رسېږي. وایي په چینګهای کې هم د 13 تنه مړه شوي، 182 ټپیان دي او ډېر کسان ورک دي.

د چين ولسمشر شي جين پينګ د هېواد مرسته کوونکو ادارو ته امر کړی چې په زلزله ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او مرستو هڅې ګړندۍ کړي چې خلکو ته د زلزلې له کبله زیان را کم شي.

چارواکو ویلي د ژغورنې او لټون عمله سیمې ته لېږل شوې ده چې د زلزلې زیان معلوم کړي او ورسره له مرسته کوونکو ادارو سره په لا غوره توګه د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شویو ځینو ویډیوګانو او عکسونو کې ښودل کیږي چې د کورونو چتونه لوېدلي او ډبرې هرې ته خوا پرتې دي.

په دغه لرې پرته او غرنۍ زلزله ځپلې سیمه کې اکثر مسلمانان اوسېږي او په ګاونډ کې یې تبتیان دي. له جغرافيايي پلوه دا د چين په مرکز کې دی.

د چین سي سي ټیلیویژن وایي خېمې، د نغښتل کېدونکې بسترې او بړستنې اغېزمنې سیمې ته لیږل شوي دي.

د چین د هوا پېژندنې ادارې ویلي په دغه سیمه کې تېره شپه د تودوخې درجه له منفي 15 څخه تر منفي نهه درجو پورې وه.

رپوټونه وایي لږ تر لږه 4,000 اوروژونکي، پوځیان او پولیس افسران د ژغورنې د هڅو لپاره سیمې ته لیږل شوي دي او د چین لیبرېشن آرمي غربي تېټر د خپل کار د لارښوونې لپاره هلته د کمانډ پوسته جوړه کړې ده.

د ګانسو صوبې وياند هان وایي د ژغورنې چارې په منظم ډول روانې دي او له خلکو يې غوښتي چې زلزله ځپلو سيمو ته له تلو ډډه وکړي چې د موټرو د ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي او د هڅو خنډ نه شي.

په چین کې وخت ناوخته دا ډول زلزلې کیږي. د دې هیواد په ختیځ کې د همدې روان 2023م کال په اګست کې هم د 5.4 شدت زلزله شوې وه چې لسګونه ودانۍ پکې نړېدلې او 23 تنه پکې ژوبل شول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG