امریکې د اسرایل او حماس د غزې په جګړه کې د جنګ بندۍ او يرغمل شوو د خوشي کولو دپاره د يوې بلې معاهدې هڅې ګړندۍ کړي دي.
د امریکې د استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشر وليم برنز يورپ ته رسېدلی، د اسرايل او قطر د مشرانو سره یې ليدلي او د غزې په حالاتو یې ورسره خبرې کړي دي.
د امریکې د دفاع وزیر لوېډ اسټين هم دا وخت په اسرايل کې دی، نوموړي هلته د اسرايل د پوځي چاراوکو سره په غزه کې د حماس پرضد روانې جګړې کې د شدت کمولو په حواله خبرې کړي دي.
د اووم اکتوبر وروسته پېل شوې جګړه اوس هم په زور کې ده، اسرايل په غزه بمباري او ځمکني عمليات کوي او حماس هم په اسرایلي ځواکونو بريدونه کوي.
په نړیواله کچه په اسرايل د جنګ بندۍ دپاره فشار سېوا کيږي، د اسرایل ملاتړو هېوادونو برتانیې، فرانس او جرمني هم په اسرايل ټينګار کړی پوځي عمليات دې ودروي.
په غزه کې تېره اوونۍ د سپينو بيرغونو په لاس درېو يرغماليانو د اسرایلي ځواکونو په ډزو کې د وژنې وروسته په اسرایل د جنګ بندۍ فشار سېوا کیږي او حماس سره د مذاکراتو ویل کیږي.
امریکا هم د اسرایلي ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو په زياتو وژنو اندېښنه څرګندوي.
لوېډ اسټين د ګل/دوشنبې په ورځ د اسرايلي چارواکو سره د ليدو وروسته ویلي وو، "دا د اسرایل عمليات دي زه دلته کوم وخت ورکولو يا شرطونو وړاندې کولو له نه يم راغلی".
په امنیتي شورا کې د جنګ بندۍ دپاره قرارداد
د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د عرب هېوادونو په مرسته د جنګ بندۍ دپاره يو بل قرارداد نن د نهې- سه شنبې په ورځ وړاندې کيږي. ټاکل شوې وه چې په دې قراداد باندې پرون د ګل- دوشنبې په ورځ رایې اچول شوې وای خو د امریکې او اسرایل د ویټو کولو له ډاره او د زیاتو رایو د موندلو لپاره ځنډول شوې وې.
سفارتکارو ويلي، هڅه کیږي چې امریکا يا خو په دې غونډه کې ګډون ونه کړي يا د دې قرارداد په حق کې ووټ ورکړي.
امریکې له دې وړاندې د دغه ډول قرارداد مخالفت کړی، اسرایل ته وسله او ګوله باردو ورکوي.
د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو پرله پسې په دې خبرو ټينګار کوي، په غزه کې به د حماس واک او وسله وال توان ختموي او يرغمل کسان به راخوشي کوي.
حماس په اووم اکتوبر د اسرایل په جنوب کې حمله کړې د اسرایلي چارواکو په وينا په دغه برید کې 1200 کسان وژل شوي وو.
حماس په 240 يرغمل کسانو کې په لومړۍ جنګ بندۍ کې د 100 پورې کسان خوشي کړي وو.
د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ويلي، په غزه کې د اسرایل په بمبارۍ کې د 19400 نه زيات کسان وژل شوي زياتره یې ښځې، ماشومان او عام خلک دي.
اسرایل په شمالي غزه کې د عملياتو پېل کولو په مهال خلکو ته د علاقې پرېښودو ویلي وو له دغې وروسته د غزه په پټۍ کې 19 لکه خلک بې کوره شوي دي. په غزه کې خواوشا 23 لکه فلسطينيان اباد دي.
د سي آی اې د مشر ليدنې
د سي آی اې مشر وليم برنر په پولېنډ کې د اسرايل د استخباراتي ادارې موساد د مشر او قطر د وزيراعظم سره ليدلي دي، امریکايي چارواکو د دغو ليدنو تاييد کړی دی.
د دغو ليدنو وروسته امکان څرګنديږي چې د يرغمل شوو د خوشي کولو دپاره په يوه بل تړون په سنجيدګۍ سره غور روان دی.
د نومبر په وروستيو کې د اووه ورځو د عارضي جنګ بندۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې درې واړو مشرانو لیدلي دي.
د امریکې د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي ویلي، مذاکرات دا وخت داسې ځای ته نه دي رسېدلي چې د بل تړون امکان څرګندوي.
بمباري او وژنې
په غزه کې د اسرایل په بمبارۍ کې د عامو ملکي وګړو وژنې دوام لري. د قطر خبري ادارې (الجزيره) ويلي، په شمالي غزه کې د الزيتون او شجاعيه په علاقو کې د سختې جګړې خبرونه دي په دغو علاقو کې ویل کيږي فلسطينیانو پناه اخستې ده.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، د اسرایلي ځواکونو د اتوار د ورځې په بمبارۍ کې نور 110 کسان وژل شوي دي، او د اسرایل پوځ د شمالي غزې د جباليه مهاجر کېمپ په ښاري علاقه کې هم د ابادۍ ودانۍ په نخښه کړي دي.
د اسرايل د پوځ وژنې
اسرایل په غزه کې د ځمکنو عملیاتو پېل کېدو راهسې د 127 پوځيانو وژنې تاييد کړي دي. د اسرایل پوځ دعوه کوي په جګړه کې یې په لسګونو وسله وال وژلي دي.
اسرایل وايي، ملکي خلک د حماس له امله وژل کيږي حماس عام خلک د ډهال په توګه کاروي. حماس دغه تور ردوي.
بحېره احمر کې د سمندري بېړيو ساتنه
امریکې د ګل/دوشنبې په ورځ د لسو هېوادونو د اتحاد اعلان کړی دی دوی به په بحېره احمر کې د سمندري بېړو ساتنه کوي په وروستيو کې په بحېره احمر کې د يمن حوثي ياغيانو څو سمندري بېړۍ په نخښه کړي دي.
بحېره احمر په نړۍ کې د 12 فيصده سمندري تجارت د لارې دپاره کاريږي.
امریکې چې د کوم اتحاد اعلان کړی، برتانيه، کېنېډا، فرانس، اټلي، نیدرلېنډ، ناروی، سپېنن، بحرېن او د شمالي افريقې سيشلز پکې شامل دی.
د اسرایل په پوځ کې د جنوبي افريقې وګړو ته خبرداری
د جنوبي افريقې حکومت خبرداری ورکړی هغه وګړي يې چې په غزه کې روانه جګړه کې د اسرایل د پوځ دپاره خدمات ترسره کوي، ملک ته په بیرته ستنېدو سره به قانون ته مخامخ کيږي.
د جنوبي افريقې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د جنوبي افريقې د ځينې وګړو په غزه کې د جګړې دپاره د اسرایل په پوځ کې شاملېدو په رپورټونو سخته اندېښنه لري.
د افريقې حکومت په بيان کې ویلي، داسې کوم اقدام کول به د نړیوالو قوانینو سرغړونه وي او دا نړيوال جرم دی.
یادونه:- د دې خبر معلومات د اې پي او اې اېف پي څخه اخستل شوي.
Forum