لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې په زرګونو سکولونه استاذان نه لري


ښاغلي زیاته کړه چې په بلوچستان کې په هر پنځه کلومیټره کې د ارمي او ایف سي چېک پوسټونه دي خو د سکول لپاره به ماشوم شل پنځویشت کلومیټره لري ځي.
ښاغلي زیاته کړه چې په بلوچستان کې په هر پنځه کلومیټره کې د ارمي او ایف سي چېک پوسټونه دي خو د سکول لپاره به ماشوم شل پنځویشت کلومیټره لري ځي.

نصرالله خان

نيزدې درې نیم زره سکولونه د ښوونکو یا استاذانو د نيشتوالي د لاسه بند پاتې دي. په پاکستان کې شوې نوې سر شمیرنې ښيي ابادي يې 25 کروړه ته قابو شوې ده.

حکومتي شمیرې وايي چې دوه کروړه اواتويشت لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

په خيبر پښتونخوا خپرونه کې د تعلیم د پرمختګ د پاره کار کونکي عمر اورکزی وایي په دې اړه نوی رپورټ چې لا عام شوی نه دی، په هغه کې په پاکستان کې د سکولونو نه د بهر ماشومانو شمېره د درې کروړه او شل لکه نه زیاته ښودلې شوې ده.

په کال دوه زره یويشتم کې د بي ایي ایس پي رپوټ کې ويل شوي د پينځو نه تر شپاړس کاله عمر پورې ماشومان چې کوم د سکولونو نه بهر دي، شماره یې4.7 ملینه ده. چې یو ملین یا لس لکه یې قبایلي ضلعو کې دي.

د بلوچستان د شخصي سکولونو اتحادیې غړي نذر محمد خان بړیڅي په لویه خيبر پښتونخوا خؤرونه کې وویل بلوچستان په وسایلو ډکه صوبه ده، سینډک، ریکوډک، ګوادر لري خو که بیا د تعلیم حال ته یې وګورې، نه دې نه هم بتره دی، کوم چې د صوبې نګران وزیر تعلیم بیان کړی.

ښاغلي زیاته کړه چې په بلوچستان کې په هر پنځه کلومیټره کې د ارمي او ایف سي چېک پوسټونه دي خو د سکول لپاره به ماشوم شل پنځویشت کلومیټره لري ځي.

د بلوچستان صوبې د تعلیم وزیر قادر بخش بلوڅ د ډيسمبر په شپاړسمه رسنیو ته ویلي وو چې په شپاړس نیم زره سرکاري سکولونو کې څه باندې 5700 یې داسې دي چې یوازې یو استاذ لري. شاوخوا 3400 سکولونه بیا د استاذانو د نیشتوالي له وجې بند پاتې دي.

په خپرونه کې نذر محمد خان بړیڅي وویل ډیر هغه سکولونه چې ماشومان پکې زدکړې کوي نو په هغه کې هم د ډیرو چاردیواري نشته، د څښکلو د اوبو انتظام پکې نشته، واش رومونه پکې نشته.

عمر اورکزئ وویل چې د کرونا وبا په وخت کې په دې پاليسۍ کار کېدلو چې په سکولونو کې انتظامات برابر کړې شي خو اوس په انفارمل ایجوکیش باندې تمرکز دی او د هغې لپاره هم پالسي ښکاره نه ده،

وايي “د تعلیم چې کوم حال دی نو دې لپاره د پينځو نه د پنځویشت کاله پلان ضرورت دی”.

هغوي وویل چې وس وخت بدل شوی او پکار ده چې په ساینس او میتس کار وړکړی شي، استاذانو ته روزنه ورکړی شي او وايي پکار ده درې یا پينځه ضلعې داسې واڼول شي چې یو ماشوم هم پکې د سکول نه بهر پاتې نه شي. او بیا دې مرستنديو ته د مرستې د پاره وړاندې کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG