پولیس وایي لاهور کې د پاکستان سپریم کورټ د پخواني مشر قاضي ثاقب نثار په کور د لاسي بم برید شوی چې پکې دوه پولیس عسکر ژوبل شوي دي.
د چهارشنبې په ورڅ پاکستاني رسنیو د ځایي پولیس له خولې ویلي دي چې بمي چاودنه د لاهور ګارډن ټاون کې د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار د ګاډي په ګیراج کې شوې ده اؤ وایي د چاودنې په مهال پخپله ثاقب نثار هم کور کې موجود ؤ خو هغه پخپله په دې چاودنه کې خوندي پاتې شوی دی.
پولیس وایي دا د لاسي بم برید ؤ چې پکې د محمد عامر اؤ خرم شهزاد په نومونو دوه پولیس عسکر ژوبل شوي دي.
له برید وروسته ښاغلي ثاقب نثار پخپل یو بیان کې ویلي دي چې هغه ویریدونکی نه دی اؤ حوصله یې لوړه ده.
هغه ویلي پخپله دې برید کې روغ پاتې شوی خو ګاډی یې تباه شوی، دوه پولیس عسکر معمولي ژوبل شوي اؤ د کور ښیښې یې ماتې شوې دي
د پنجاب صوبې د پولیسو مشر یا آی جي ډاکټر عثمان د دې پېښې په کلکه نوټس اخستی اؤ د لاهور د پولیسو مشر نه یې د پېښې په اړوند رپورټ غوښتی دی.
د پنجاب پولیسو ترجمان ویلي د ابتدایي پلټنو له مخې د پخواني چیف جسټس په کور د لاسي بم دا برید ملک دښمنه عناصرو کړی اؤ له دې لارې یې د ویرې ترهې خورولو ناوړه هڅه کړې ده.
ویاند ویلي دې برید کې د غیرملکي لاسونو د ککړتیا امکانات نه شي رد کیدای.
پولیس وایي د پېښې له ځایه په ترلاسه شوؤ شواهدو کار روان دی اؤ ډیر زر به پولیس دې پېښه کې تر ککړو کسانو ورسیږي.
Forum