لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان امنیتي ادارو د ډیره اسماعیل خان ترهګریز برید کې ککړ ترهګر اؤ د هغوي همکاران نیولي دي


پاکستاني رسنۍ دعوه کوي چې امنیتي ادارو ډیره اسماعیل خان سیمه کې په پوځ شوې حمله کې ککړ ترهګر اؤ دهغوي سهولتکاران نیولي دي.

دپاکستان جیو نیوز رسنۍ د چهارشنبې په ورځ ویلي هغه دستاویزات په لاس ورغلي دي چې ترې څرګندیږي امنیتي ادارو د ډیره اسماعیل د برید پلانوونکی نیولی چې تعلق یې د ډیره اسماعیل خان د درابڼ سیمې سره دی .

رپورټ کې دعوه شوې ده چې امنیتي ادارو ددغه برید په تړاؤ شپږ نور ترهګر هم نیولي چې د هغوي تعلق دافغانستان سره ښودل شوی دی.

پخپله پوځ ، پولیسو یا حکومتي چارواکو لا ددې دعوې په هکله څه نه دي ویلي.

په 11م دسمبر د خېبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې په یو پوځي کیمپ ځانمرګي برید اؤ ډزې شوې وې چې پوځ پکې د خپلو 23 عسکرو وژنه تایید کړې وه اؤ ددې تر څنګ 29 نور پوځیان ژوبل شوي هم وؤ.

په دغه برید کې د دوؤ ځانمرګیانو په ګډون څلور ترهګر وژل شوي هم وؤ

جیو رسنۍ ددغه دستاویزاتو له مخې ویلي چې د ډیره اسماعیل په پوځي کیمپ د ځانمرګي برید کوونکي شاکر تعلق د افغانستان سره ؤ اؤ هغه له دې برید وړاندې خپله ویډیو هم خپره کړې وه.

دستاویز ښایي چې د برید په مهال د بل وژل شوي ځانمرګي تن نوم صفت الله دی اؤ د صفت الله پلار پخلی کړی دی چې زوي یې د افغان طالبانو غړی ؤ.

دستاویزات ښایي چې د ټي ټي پي ګنډاپور ګروپ پینځه ترهګر هم په دې برید کې ککړ وؤ اؤ وایي دغو ترهګرو نه امریکایي وسلې اؤ‌ مهمات هم ترلاسه شوې دي.

په 11م دسمبر د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې د پاکستان په پوځ ترسره شوی دغه بريد په امنیتي ځواکونو يو له غټو بريدونو څخه شمارل کيږي.

له دې وړاندې د نومبر په میاشت کې د نومبر په درېمه د بلوچستان ساحلي سیمې ګوادر کې په پوځ يو وسله وال بريد شوی ؤ چې 14 پوځيان پکې وژل شوي وو.

هم د روان کال په 31م اګست د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګی برید شوی ؤ اؤ نهه پوځيان پکې وژل شوي وو.

له دغې وړاندې په 22م اګست د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو سره په نښته کې د شپږو پوځيانو وژنه تاييد کړې او د څلورو ترهګرو وژلو دعوه یې کړې وه.

د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون خوښې ډلې پغاړه اخلي.

پاکستان چارواکي تورونه لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د تېرې مياشتې (نومبر) په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده"

کاکړ زياته کړې وه، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو له بده مرغه داسې ونه شول".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو او تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".

هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG