د کېتولیک عیسایانو مذهبي مشر پوپ فرانسېس د ويټيکن په سېنټ پټرز باسيليکا کې د کرسمس لویې غونډې ته په خواشينۍ سره ویلي، "د جنګ بې ځايه منطق" په هغه خاوره د عيسا د امن پېغام ډوبيږي چرته چې هغه زېږېدلی وو.
پوپ فرانسېس ويلي، "نن شپه، زمونږ زړونه په بيت لحم کې دي، چرته بې منطقه جګړې د سولې شهزاد يو ځل بيا رد کړی، د وسلې د نښتو د لارې، تر دې چې نن یې په نړۍ کې د خونې موندلو مخه نيسي".
فرانسېس دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په غزه کې وژنې دوام لري.
د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن یاهو د اتوار/ يکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، د حماس پرضد جګړه به اوږده وي.
د کابينې غونډې ته په وینا کې يې ویلي، "دا خبره دې په ډاګه وي، دا به اوږه جګړه وي، تر هغې چې حماس ختم کړی شي او مونږ په شمال او جنوب کې امنیت په ځای کړو".
د حماس د کنټرول لاندې په غزه کې د صحت وزارت ویلي، په تېرو 24 ساعتونو کې په غزه کې د اسرایل بريدونه دوامداره پاتې شوي نور 166 فلسطينيان وژل شوي او د وژنو شمېره 20,424 ته رسېدلې ده.
د اسرايل پوځ ويلي د کله نه یې په غزه کې ځمکني عمليات پېل کړي د پوځيانو د وژنو شمېره یې 161 ته رسېدلې ده.
نېتن ياهو ويلي، "په غزه کې د يوې سختې جګړې د ورځې وروسته دا زمونږ دپاره سخت سهار دی"، هغه زياته کړې، "جګړه مونږ ته سخته ګرانه پرېووځي، خو زمونږ سره د جګړې د دوامداره ساتلو بغېر بله چاره نشته".
د اسرایل د دفاع وزارت ویاند رېر اېډمرل ډېنيل هګاري ويلي، د غزه په شمال کې د کنټرول عملياتو پوره کولو ته نزدې دي.
د صحت د نړیوال پروګرام مشر ټېډروس اډهېنم ګيبريسس د اتوار په ورځ ويلي، غزه کې د صحت نظام تباه شوی او د جنګ بندۍ غوښتنه یې کړې ده.
د صحت نړيوالې ادارې د 20م دسمبر پورې په غزه کې د صحت په مرکزونو، روغتونونو او اېمبولنسونو د 246 بريدونو ویلي وو چې 582 پکې وژل شوي او 748 ژوبل شوي وو.
د اسرایل پوځ تور لګوي حماس د روغتونونو لاندې په ځمکه کې سورنګان جوړ کړي او د صحت مرکزونه د کمانډ مرکزونو دپاره کاروي. خو حماس دغه تور ردوي.
د اتوار په ورځ لندن، نيویارک، استنبول او صنعا کې مظاهرې شوي او په غزه کې یې د جنګ بندۍ غوښتنه کړې ده. د مراکش په رباط کې لويه مظاهره شوې او د اسرایل سره د اړيکو قطع کولو غوښتنه یې کړې ده.
د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په مينځګړيتوب په کال 2020م کې مراکش د اسرايل سره اړیکې پياوړې کړې وې.
حماس په اووم اکتوبر د اسرايل په جنوب کې بريد کړی، د اسرايل په وينا 1200 کسان یې وژلي، 240 تنه یې يرغمل کړي چې پکې اوس هم 129 په غزه کې پاتې دي.
د خالي/شنبې په ورځ د امريکې صدر جوبايډن د اسرايل د وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو سره په غزه کې د جګړې په سر خبرې کړي دي.
سپينې ماڼۍ ويلي، صدر بايډن په نېتن ياهو ټينګار کړی " ملکي وګړي او امداد رسوونکي دې خوندي کړی شي، ملکي خلکو ته دې د جګړې د علاقو څخه د وتلو خوندي لار ورکړي".
( د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي).
Forum