لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روغتیايي چارواکي وایي، په غزه کې ۷۰ تنه نور په هوایي‌ بمبارۍ کې وژل شوي


واشنګټن –د غزې پټۍ روغتیايي چارواکي وايي، په مرکزي غزه کې د یکشنبې یا اتوار ناوخته د کډوالو په یو کېمپ باندې د اسرایلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د اسرایلو پوځ ویلي، دوی په مغازي کې د برید د راپور په اړه بیا کتنه کوي او یو ځل بیا ژمنه کوي چې د حماس پرضد جګړه کې به د ملکیانو مرګ ژوبله کموي.‌

اسرایلو هم ویلي، چې د جمعې د ورځې راهیسې یې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی او له دې سره په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو د پیل راهیسې یې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۵۶ تنو ته ورسېده.

د اسرایلو په عملیاتو کې چې د ځمکنیو عملیاتو سربېره پکې په زرګونو هوايي بریدونه شوي او د غزې اکثره برخه پکې په کنډواله بدله شوې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه پکې تر ۲۰۴۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي.

دغې جګړه همدارنګه د غزې د ۲.۳ میلیونو وګړو اکثریت بې ځایه کړی دی او ډېري یې کوښښ کوي چې د غزې په جنوبي برخو کې د ملګروملتونو په سرپنا کې خوندي‌ شي.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د یکشنبې یا اتوار په ورځ ژمنه وکړه چې د هغه په وینا دې اوږدې جګړې ته به تر هغو دوام ورکړي چې حماس له منځه ولاړ شي او امنیت خوندي شي.

اخوا د کېټولېک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس د کرېسمس په موقع په واټیکان کې خواشیني څرګنده کړه چې د عیسی (ع) د سولې پیغام په هغه ځآی کې چې هغه زېږېدلی وه "د جګړې په بې ځایه منطق" سره ډوب شو.

اخوا د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر تیدروس ګبریاسس د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، چې په غزه کې د روغتیا سیستم ویجاړ شوی او یو ځل بیا یې د اوربند غوښتنه وکړه.‌

هغه پر اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي، "د غزې د روغتیايي سیستم ویجاړی یو خفګان دی." او زیاتوي، "مونږ په دومداره توګه د سمدستي اوربند غوښتنه کوو."

ډبلیو اچ او د ډیسمبر تر ۲۰ نېټې پورې د غزې په روغتیايي‌ سیستم باندې ۲۴۶ بریدونه راجستر کړي دي چې په هغو کې په روغتونونو او امبولانسونو باندې بریدونه شامل دي چې ‌پکې ۶۸۶ کسان مړه او ۷۴۸ نور ژوبل شوي دي.

حماس د اکټوبر په اومه نېټه په غزه باندې برید وکړ، شاخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ تنه یې وتښتول چې تر اوسه یې هم ۱۲۹ تنه په غزه کې لا له هغوی سره پاتې دي.

د دې په غبرګون کې اسرایلو ژمنه وکړه چې حماس به له منځه وړي او پرضد یې په غزه کې د هوا، ځمکې او سمندر له لیارې بریدونه پیل کړل.

اسرایل د زیاتو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تور په حماس پورې کوي او وايي، د زیاتې ګڼې ګوڼې له ځایونو او تونلونو څخه کار اخلي.

(د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس او فرانس پریس څخه اخېستل شوي.)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG