د خېبرپښتونخوا د پېښور هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د "بېټ" د نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړه. پاکستان تحریک انصاف وايي دا د دوی ګټه ده.
درې ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند د پارټۍ په کچه (انټرا پارټي) شوي انتخابات رد کړي او یاد ګوند څخه په راتلونکو انتخاباتو کې د "بېټ" انتخابي نخښه بیرته اخستل شوې وه.
پي ټي آی ويلي وو د الېکشن کمېشن دغه پرېکړه په عدالت کې چېلنج کوي او پېښور هايکورټ ته یې د الېکشن کمېشن د فېصلې ضد خواست کړی وو.
د پېښور هايکورټ جسټس کامران حیات نن د پاکستان تحریک انصاف په خواست اورېدنه وکړه، د رپورټونو ترمخه نوموړي د دلايلو اورېدو وروسته فېصله محفوظ کړې، وروسته یې فېصله واوروله،د پي ټي آی نه د بلې د انتخابي نخښې بيرته اخستو فېصله یې کالعدم ورګرځوله.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه عدالت وويل، د عدالتي رخصتيانو وروسته د پېښور هايکورټ ډويژنل بنچ په قضيه نوره اورېدنه کوي خو د ختمې فېصلې پورې به د الېکشن کمېشن فېصله معطل وي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وکيلانو علي ظفر او ګوهر خان مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، پېښور هايکورټ ورته انصاف ورکړو، الېکشن کمېشن چې د پاکستان تحریک انصاف نه انتخابي نخښه تروړلې هغه ورته عدالت بیرته واپس کړه.
دوی دعوه وکړه داسې ښکاري چې الېکشن کمېشن د دوی مخالفه فېصلې ورکوي.
بېرسټر ګوهر خان وويل، د الېکشن کمېشن نه غوښتنه کوي چې د دوی نخښه په وېب پاڼه خپره کړي.
د پاکستان الېکشن کمېشن په سمدستي ډول د پېښور هايکورټ په فېصله غبرګون نه دی ورکړی.
د پاکستان د الېکشن کمېشن مشر (چيف الېکشن کمېشنر) سکندر سلطان راجه په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ تېر د جمعې په شپه د پي ټي آی ګوند د ګوند په کچه شوو انتخاباتو باندې فېصله اورولې وه.
په فېصله کې ويل شوي، پي ټي آي چې روانه میاشت د ګوند په کچه کوم انتخابات کړي هغه د الېکشن کمېشن د قانون سره سمون نه خوري.
د پي ټي آی د ګوند په کچه انتخاباتو کې ګوهر خان د ګوند نوی چيرمېن ټاکل شوی وو.
د پي ټي آي د ګوند په کچه انتخاباتو ترسره شوو انتخاباتو ضد الېکشن کمېشن ته خواستونه شوي او اعتراضونه پرې راپورته کړی شوي وو.
Forum