چارواکو ویلی چې د نهې/سه شنبې په ورځ د هند پایه تخت نوي ډهلي د اسرایل سفارت سره نزدې شوې چادونې د عملې کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اړولې، او د دغه چادونې د علت په اړه پلټنې روانې دي.
امنیتی چارواکي لا هم د سیمې پلټنه کوي خو سیمه د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.
داسې کوم اطلاعات مخې ته نه دې راغلي چې څوک په دغه چاودنې کې زیانمن شوي وي.
اسرایل په هند کې او په ځانګړې توګه په نوی ډهلي کې په خپل وګړو غږ کړی چې د احتیاط نه دی کار واخلي.
د اسرایل وزیراعظم بنيامين نېتن ياهو د دفتر نه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې چاودنه " ښايي بريد وي".
د اسرایل لخوا د غزې په پټۍ کې د حماس پرضد د خپل ځوابي عملیاتو له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې د اسرایل سفارت خانې او مشنز د اېنټي سېمېټیک (یهودیانو په ضد نفرت ) له وجې په لوړ خبرداري یا های الرټ دي.
د اسرایل د سفارت ویاند ګای نېر رویټرز ته وویل، "موږ تاییدولی شو چې د مازدیګر په 5:20 بجو سفارت ته نږدې چاودنه وشوه." هغه زیاته کړه چې سیمه ییز پولیس او امنیتي ټیمونه په دې اړه پلټنې کوي.
یوه چارواکي رویټرز ته وویل چې د چاودنې درې ساعته وروسته د لټون په عملیاتو کې هیڅ څه ندي موندل شوي.
د 2021 کال په جنورۍ کې په نوي ډیلي کې د اسرایل سفارت ته څېرمه یوه کوچنۍ چاودنه شوې وه، او په دغه چاودنه کې هیچا ته زیان نه وو رسیدلی.
یوه اسرایلي چارواکي هغه وخت ویلي وو چې اسرایل دغه چاودنه د ترهګرۍ د پېښې په توګه اخلي.
يادونه : د دې خبر معلومات د رويټرز نه اخستل شوي
Forum