لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سايفر قضیه کې د ضمانت وروسته شاه محمود قرېشي د نهم مې په مقدمه کې بيا نيول شوی


د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير او د تحریک انصاف ګوند مشر شاه محمود قرېشي د سايفر قضیه کې په ضمانت د خوشي کېدو سمدست وروسته د اډياله زندان په دروازه کې بيا نيول شوی دی.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د راولپنډۍ پوليسو ويلي، شاه محمود قرېشي یې د نهمې مې د پېښو په قضيه کې ګرفتار کړی دی.

د شاه محمود قرېشي د اډياله زندان په دروازه د نیولو ویډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې، چې پکې لیدل کېږي هغه وینا کوي خو وروسته یو پولیس افسر راځي او هغه له وینا منع کوي او په زوره یې د ګاډي خواته بیایي.

شاه محمود قرېشي هلته په وینا کې وايي، د اډياله زندان څخه د خوشي کېدو حکم یې راغلی، د سپريم کورټ درېو ججانو د هغه د ضمانت خواست منظور کړی خو د هغې وروسته بیا دی د تهري اېم پي او لاندې ګرفتار کړی شوی، په دغه مهال پوليسو شاه محمود نيولی او د پوليس ګاډي ته یې خېژولی دی.

ګاډي د ختو په وخت شاه محمود قرېشي وويل، " د سپريم کورټ په حکم پورې ملنډه شوې، زه سپريم کورټ خوشی کړم خو دوی بیا په دروغجنه مقدمه کې ونیولم، زه د سياسي انتقام نخښه جوړ کړی شوم".

په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

په 22م دسمبر د پاکستان سپريم کورټ د سایفر قضيه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ضمانت منظور کړی وو.

د شاه محمود قرېشي د ضمانت منظورېدو وروسته د راولپنډۍ کمشنر د (تهري اېم پي او) هغه د 15 ورځو دپاره نظر بند کړی وو.

د رپورټونو ترمخه د راولپنډۍ مرستیال کمشنر (ډي سي) نن سهار د قرېشي د نظربند کولو حکم بيرته اخستی وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان لږه شېبه وړاندې د اډياله زندان مخې ته مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، دوی به د شاه محمود قرېشي د نیولو ضد عدالت ته خواست کوي او زياته یې کړه سپريم کورټ دې د هغه په نیولو نوټس واخلي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG