لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې له اوکراین سره د 250 میلین ډالرو د کال وروستۍ پوځي مرسته اعلان کړه


د امریکې د صدر جوبایډن انتظامیې د صدارتي واک په بنیاد له اوکراین سره د منظور شویو پوځي مرستو د ذخیرې وروستی پېکیج اعلان کړ، خو له دې وروسته نورې مرستې به د کانګرس منظورۍ ته اړتیا لري.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې دغه تازه پوځي مرسته د 250 میلینه امریکایي ډالرو ارزښت لري چې وایي دا "د کال وروستی پېکیج دی".

د بلینکن په وینا په دې پېکیج کې د فضایي دفاع ګوله بارود، د ګرځنده راکټ سیسټمونو ایچ ای ایم اې آر ایس لپاره اضافي ګوله بارود، د 155 ایم ایم او 105 ایم ایم توپخانې ګوله بارود او د بکتربند ضد ګوله بارود شامل دي:

"د اوکرایني شریکانو د ملاتړ لپاره زموږ مرسته ډېره مهم ده ځکه چې دوی د روس د یرغل خلاف د خپل هېواد او خپلې ازادۍ دفاع کوي".

په بیان کې راغلي د ریپبلکن ګوند اکثریت لرونکی کانګس چې د اوکراین د ملاتړ په برخه کې کوم د نظر اختلاف لري، باید له اوکراین سره د نویو مرستو د منظورۍ لپاره بې ځنډه اقدام وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دسمبر په 18مه ویلي وو، صدر جوبایډن به په دسمبر کې له اوکراین سره د پوځي مرستو یو بل پېکیج منظور کړي، خو له هغه وروسته نورې مرستې به د کانګرس منظورۍ ته اړتیا ولري چې وایي‌ په اوس وخت کې د دغسې یوه اتفاق امکان نه ښکاري.

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړ که کانګرس ژر لاس په کار نه شي د دې کال تر پایه به اوکراین ته د مرستو رسولو سرچینې وچې شي.

صدر جوبایډن په ټینګار سره ویلي، که اوکراین ته د امریکا مرستې برابرې نه شي، کیف به د خپلو هغو سیمو د بیرته نیولو توان ونه لري چې روس د 2022م کال له فرورۍ راهیسې لاندې کړي دي.

د سېنټ په غونډه کې د ریپبلکن ګوند سنېټرانو د روانې دسمبر میاشتې پر شپږمه د صدر بایډن د حکومت د 106 ارب ډالرو غوښتنه رد کړه چې له اوکراین او اسرایل سره پوځي مرستې هم پکې شاملې دي. صدر بایډن د اوکراین لپاره د 61 ارب ډالرو مرستې وړاندیز کړی وو.

د ریپبلکن ګوند غړي وايي د مسودې په اړه د دوی منفي رایې د امریکې په جنوبي سرحد کې د مهاجرت د کنټرول او په دې اړه د لا سختې تګلارې د عملي کولو لپاره مهمې وې.

دوی ټینګار کوي چې د امریکې او مېکسیکو ترمنځ د پولې د امنیت ټینګښت باید د اوکراین او اسرايل لپاره د مرستې د پېکیج برخه وي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یرماک د دې مرستې هرکلی کړی او پر خپل ایکس پاڼه یې لیکلي، "ستاسو د مرستې مننه کوو.‌ موږ به بریالي کیږو."

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د دسمبر په پیل کې واشنګټن ته راغلی وو چې د خپل هېواد د اړتیاوو په اړه د کانګرس له غړو سره خبرې وکړي. د سېنټ مشرانو له زلنسکي سره تر لیدو وروسته ویلي وو، په خبرو کې "پرمختګ" شوی خو "چېلنج کوونکې مسلې لا پاته دي."

د اوکراین پوځ وایي‌ د چارشنبې- شورو په شپه روس بیا د 46 ډرون الوتکو په وسیله پرله پسې پر اوکراین برید کړی، خو وایي د دوی دفاع 32 ډرون تباه کړل او پاته نور د جګړې د لومړۍ کرښې په سیمو په ځانګړې توګه خرسون سیمه کې ولګېدل.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG