لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو پر غزې بریدونه روان ساتلي، "پر ملکي وګړو په یو برید یې خواشیني څرګنده کړې"


د اسرایل پوځ یوې خواته د غزې په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې د حماس په هدفونو باندې هوايي او مځکنیو بریدونو ته دوام ورکړی، خو بلې خواته یې د یکشنبې- اتوار په ورځ د کډوالو په یوه کمپ کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو خواشیني ښکاره کړې ده.

په جنوبي ښار خان یونس کې د پنجشنبې- زیارت په شپه د ځینو سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت وایي اسرایلي پوځ پر یو کور بم غورځولی چې اته تنه فلسطینیان پکې وژل شوي.

د فلسطین د ریډ کراس یا سرې میاشتې ادارې ویلي، د غزې د مرکزي برخې په لرې شمال کې د مغازي په نوم د کډوالو په یو کمپ کې په یو کور د توغندي په برید کې درې فلسطینیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په بوریج سیمه کې د اسرایلي ځواکونو ټېنکونه لیدل شوي دي. حماس یوه ویډیو خپره کړې چې ویلي یې دي د دوی ځواکونه د بوریج په ختیځ کې د اسرایل ټېنکونه او پوځیان په نخښه کوي. رویټرز وایي دا ویډیو نه شي تاییدولی چې څومره کره ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر خبرداری ورکړی چې په غزه پټۍ کې سختې جګړې، د مواصلاتي نظام پرله پسې خنډونو، د سړکونو بندېدو او د تېلو کمښت "د بشري مرستو عملیاتو ته د پام وړ چېلنجونه" پېښ کړي دي.

د اسرایل پوځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، د یکشنبې- اتوار په ورځ یې چې د مغازي د کډوالو پر کمپ هوایي برید وکړ، په هغه کې "بې طرفه ملکي وګړو ته په اوښتو زیانونو خواشیني دي".

د حماس تر انتظام لاندې سیمه کې د روغتیا وزارت ویلي د مغازي کډوالو پر کېمپ په برید کې لږ تر لږه 70 کسان وژل شوي وو.

د اسرایل پوځ په یو بیان کې ویلي، جنګي الوتکو یې "دوه هدفونه په نخښه کړي چې د حماس وسلوالو پکې موجود وو" او لومړنیو پلټنو ښودلې چې دې ته نیژدې نورې ودانۍ هم په نخښه شوې دي چې "نورو ملکي وګړو ته یې هم زیان رسولی دی."

اسراییل د حماس ډلې د بشپړ ختمولو لپاره پر خپلو پوځي عملیاتو ټینګار کوي، خو د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ته ټیلیفون کړی او له هغه یې غوښتي چې له سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو سره په ګډه د دایمي ډزبندۍ لپاره کار وکړي.

د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلوال د اسرایل پر پوله ور اوښتي وو او په جنوبي سیمو یې بریدونه کړي وو، چې د اسرایل په وینا شاوخوا 1200 کسان یې وژلي، شاوخوا 240 یې یرغمل کړي وو چې په هغوی کې 129 لا هم په غزه کې پاته دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنې- زیارت په ورځ اعلان وکړ، چې له حماس ډلې سره د اکتوبر پر اوومه په یرغمل شوو کسانو کې یوه بله کېنېډایي امریکایي مېرمن جوډیت واینسټین وژل شوې ده.

امریکا تر دې وړاندې یوه اوونۍ مخکې د هغې د خاوند ګېډ هګایي خبر هم ورکړی وو، چې وایي له حماس ډلې سره یرغمل وو او وژل شوی دی.

په ځواب کې اسرایل د حماس د ځپلو لپاره پر غزې پټۍ هوايي، مځکني او سمندري بریدونه پیل کړل. د حماس تر انتظام لاندې د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرایلي ځواکونو بریدونو په غزه کې پراخه تباهي جوړه کړې او تر 21000 زیات فلسطینیان یې وژلي دي.

د اسرایلو پوځ وايي، په جګړه کې تر اوسه پورې د دوی 167 پوځیان وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG