د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان په ګډون ددغه ګوند د یو شمېر مرکزي اؤ صوبایي مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه رد کړل شوي دي خو د مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر نواز شریف، دهغه رور شهباز شریف اؤ لور مریم نواز کاغدونه بیا سم منل شوي دي.
په پاکستان کې ګڼ شمیر سیاسي مشرانو،خبریالانو اؤ د مدني ټولنې فعالانو د تحریک انصاف ګوند د مشرانو په کاغذونو رد کېدو د راتلونکو انتخاباتو په روڼوالي اندېښېنې اؤ پوښتنې راولاړې کړې دي اؤ وایي ښکاره معلومیږي چې د نواز شریف په اقتدار کې راوستلو ته لاره هوارولی شي.
په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه نېټه د کېدونکو عامو انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو وروستو د هغې د منلو یا ردولو عمل روان دی.
تر دې دمه د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ په ګډون د ګڼو ګوندونو د کانديدانو د نامزدګۍ کاغدونه منظور شوي او د تحريک انصاف د ډېرو مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه رد شوي دي.
د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د لاهور، اسلام اباد او ميانوالي نه د قامي اسمبلۍ د دريوؤ څوکيو دپاره د نامزدگۍ کاغذونه جمع کړي وو چې پرې اعتراضونه راپورته شوي وو.
د لاهور د حلقه اين اے 122 او د ميانوالي حلقه 89 ريټرنګ افسرانو د خالي په ورځ د عمران خان د نامزدګۍ په کاغذونو شوؤ اعتراضونو باندې د فیصلې ورکولو په وخت د هغه کاغذونه مسترد کړي دي۔
په دواړو حلقو کې اعتراض کوونکو اعتراضونه پورته کړي وو چې عمران خان مجرم او نااهل شوی دی نو په ټاکنو کې برخه نه شي اخستلی.
د پي ټي آی د مرستیال چيئرمېن او د پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي د نامزدګۍ کاغذونه هم د اين ای 151 ملتان او اين ای 214 تهرپارکر نه مسترد کړی شوي دي۔
د ملتان نه د شاه محمود قريشي د زوي زين قريشي او لور مهربانو قريشي د نامزدګۍ کاغذونه هم مسترد شوي دي۔
د لاهور حلقه اين اے 130 نه د پي ټي آی د مهمې مشرې ډاکټرې ياسمين راشد د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړی شوي دي۔
دخېبر پښتونخوا نه د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ لپاره چې د پي ټي آی د کومو امیدوارانو کاغدونه رد کړی شوي دي هغې کې د ځېنو نامې په لاندې ډول مخې ته راغلي دي.
د سوات نه مراد سعید، سلیم الرحمان، , فضل حکیم، ڈاکٹر امجد، د بر دیر نه صبغت الله ، دمردان نه عاطف خان ،علي محمد خان ،افتخار مشواڼی، عبدالسلام اپریدی،دپېښور نه شیرافضل خان مروت ، شاندانه ګلزار ،شیر علي ارباب، دباجوړ نه ګل ظفر اؤ انور زیب ،د نوښار نه میا عمر کاکاخیل، د صوابۍ نه اسد قیصر اؤ شهرام خان ترګئ، دکوهاټ نه شهریار اپریدی،د کرک نه شاهد خټک، د ملاکنډ نه جنید اکبر،د مانسهرې نه اعظم سواتی.
همدا شان د کوز دیر نه دملک لیاقت علي خان، محمد اعظم خان،ملک شفیع الله ، ملک همایون، د بر چترال نه د سکندر المک اؤ عبدالمالک ، د ایبټ اباد نه د مشتاق غني اؤ د ډیره اسماعیل خان د علي امین ګنډاپور کاغذونه هم مسترد کړل شوي دي.
اين ای 50 اټک نه د زلفي بخاري د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړی شوي دي۔
د پي ټي آي د مرکزي اؤ صوبایي مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه په داسې وخت کې رد شوي دي چې پي ټي آي له وړاندې تورونه لګوي چې ورته انتخاباتو کې یو رقم فرصوتونه نه ورکول کيږي. خو نګران حکومت وايي چې ټول سیاسي ګوندونه په سیاسي فعالیتونو کې د ګډون لپاره ازاد دي.
تحريک انصاف په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل يو بيان کښې ويلي دي چې د عمران خان په شمول د پارټۍ د مهمو مشرانو څه باندې ۹۰ فيصده د نامزدګۍ کاغذونه مسترد شوي دي او د دې په مقابله کښې سل په سلو کښې د نورو ګوندونو د نامزدګۍ کاغدونه منل شوي دي.پي ټي آی تور لګولی چې ریټرننګ افسرانو، پولیسو، نګران حکومت او الیکشن کمېشن د انتخاباتو په اوله مرحله کې د نواز شریف د سهولت کارانو رول لوبولی دی.
د پنجاب اسمبلۍ سیټ پي پي 172 نه د پي ټي آي د مشر حماد اظهر او د خېبرپښتونخوا د بونیر صوبايي اسمبلۍ سیټ پي کی 26 نه سلاج جهان د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړی شوي دي.
بل خوا د لاهور حلقه اين ای 130 او مانسهره حلقه اين ای 15 نه د مسلم ليګ نون د مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف د نامزدګۍ کاغذونه منظور شوي دي۔
د مسلم ليګ ن د صدر شهباز شريف د لاهور، کراچۍ او قصور د درېوؤ حلقو نه د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړی شوي دي۔
دغه راز د مريم نواز اين ای 119 لاهور او حمزه شهباز اين اے 118 لاهور نه د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړی شوي دي۔
د لاهور حلقه این اے 127 نه د پیپلز پارټۍ چیئرمېن بلاول بهټو زرداري د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړی شوي دي او د همدې حلقې نه د تحریک انصاف د امیدوار اعجاز چوهدري د نامزدګۍ فارمونه مسترد کړی شوي دي.د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد او د هغه وراره راشد شفيق د اين اے 57 نه د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړی شوي دي۔
د استحکام پاکستان ګوند د مشر جهانګير ترين د ملتان حلقه اين ای 149، د عليم خان د لاهور حلقه اين ای 118 او د لاهور اين ای 119 نه د نامزدګۍ فارمونه قبول شوي دي۔
د بلوچستان نېشنل پارټۍ د مشر سردار اختر مینګل د نامزدګۍ کاغذونه هم رد شوي دي.
اختر مینګل له کویټې څخه د قومي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.
د ريټرننګ افسر د پرېکړې له مخې سردار اختر مينګل په دوبۍ کې په يو شخصي شرکت کې اقامه لري او د نامزدګۍ په کاغذونو کې يې اقامه نه وه ښکاره کړې چې له امله يې د نامزدګۍ فارمونه رد کړل شوي دي.
د تحریک انصاف ګوند د امیدوارانو په کاغدونو رد کېدو په ټولینزو رسنیو هم سخت غبرګون مخې ته راغلی دی.
د جماعت اسلامي سره تړاؤ لرونکی سینیټر مشتاق احمد وایي ریټرننګ افسرانو د پي ټي آی د امیدوارانو کاغذونه د تهوک په حساب سره مسترد کړي اؤ دا ښیي چې پاکستان کې اوس رڼې ټاکنې یو خوب دی اؤ نګران حکومت ټولو ګوندونو ته یو شان انتخاباتو کې د غوره فرصوتونو په ورکولو کې ناکام شوی دی.
هغه وایي که چرې په دې توګه ټاکنې کیږي نو بیا به غوره دا وي چې په یو متنازعه الیکشن د قوم پیسې ونه لګول شي .پخواني اسپیکر اسد قیصر هم پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي چې که په داسې طریقه د نواز شریف د وزیراعظم په توګه د راوستلو لپاره کار کیږي نو بیا ښه داده چې د الیکشن پځای لکه د نواز شریف د ټاکڼې یوه داسې اعلامیه خپره کړل شي لکه چې د نګران وزیراعظم د ټاکنې اعلامیه خپره شوې وه
Forum