په افغانستان کې واکمن طالبان دعوه کوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه، د ۲۰۲۲ کال پرتله، په ۲۰۲۳ کال کې پنځه نیوي فیصده (٪۹۵) فیصده کم و.
د طالبانو د حکومت د دفاع نګران وزیر محمد یعقوب مجاهد د اتوار/یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته، په دغه هیواد کې د طالبانو پر وړاندې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا په شویو بریدونو کې ترټولو زیات د تاجیکستان او پاکستان وسله وال شامل وو.
نوموړي د داعش په بریدونو کې د پاکستاني وسله والو د ګډون په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان رسنۍ وایي د طالبانو د کندهار والي 'د اړیکو د ښه کولو لپاره پاکستان ته' ورځي.
څرګنده دې وي پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي او نورې تروریستي ډلې په افغانستان کې نه یوازې ازاد فعالیت او خوندي پټنځایونه لري، بلکې په دغه هیواد کې د امریکا او ناټو ځواکونو نه پاتې شویو وسلو ته هم لاس رسی لري.
محمد یعقوب مجاهد زیاته کړه چې د داعش ډله یې تقریبآ ځپلې ده او ټولې عملیاتي نیټ ورک یې له منځه تللي دي، رهبران، د خونړیو بریدونه پلان کوونکي او د تحریبي حملو پلان کوونکي مسوولین یې یا وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.
هغه وویل: "واک ته د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د رسیدلو وروسته په افغانستان کې کوم بریدونه چې پر جوماتونو، خانقاو، دیني علماو کرامو او د ولسي وګړو په اجتماعاتو ترسره شوي په هغوی ټولو کې د بهرنیو وګړو په ځانګړي ډول د تاجیکستان د وګړو څخه کار اخیستل شوی دی. لسګونه تاجیکستاني وګړي زمونږ د عملیاتو په پایله کې وژل شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي."
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست وویل: "له ۲۰ څخه زیات پاکستاني وګړي زمونږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او سلګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي."
نوموړي د ټولو هغو هیوادونو څخه چې له لارې یې وسله وال افغانستان ته داخلیږي په کلکه وغوښتل چې خپل سرحدونه دې د هوا او ځمکې له لارې جدي کنټرول کړي چې افغانستان ته ددغو وسله والو د ننوتلو مخه ونیول شي.
یعقوب مجاهد د طالبانو د حکومت پر وړاندې د مخالفو وسله وال مخالفت په اړه ادعا وکړه، چې د هغوی حضور یوازې په ټولنیزو رسنیو کې دی او زیاته یې کړه چې هغوی په افغانستان کې د پښې ایښودلو ځای نلري.
ملا یعقوب مجاهد همداشان ادعا وکړه چې په افغانستان کې د خلکو تختولو ډلې ختمې شوې.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په دغه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو څخه پاتې شویو وسلو په اړه وویل چې دا وسلې ټولې خوندي دي او په ذمه وارو لاسونو کې دي او د خوندیتوب لپاره یې زیات ګامونه اخیستل شوي دي.
یاده دې وي، د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د ځپلو دا ادعا په داسې حال کې کړې چې د ملګرو ملتونو د ارزونې په اساس، د ۳۰ او ۶۰ ترمنځ د القاعده ډلې لوړ پوړي مقامات په کندهار، هلمند، کنړ او کابل کې مېشت دي او د دغې ډلې ۴۰۰ جنګیالي او ۱۶۰۰ د کورنۍ غړي په افغانستان کې په بېلابېلو روزنیزو کمپونو کې موجود دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، داعش په افغانستان کې د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ جنګیالي او په نژدې ۱۳ ولایتونو کې کمپونه او پناه ځایونه لري.
Forum