لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ کې د نوي کال د هرکلي جشنونه شوي خو دغزې خلک د سرپناه اؤ خوړو ترلاسه کولو په هڅه کې بوخت وؤ


په داسې حال کې چې سډني د خپل مشهور اوپیرا هاوس د پینځمې لسیزې یا پنځوس کلنۍ د نمانځلو په مناسبت د سرو اؤ سپینو زرو په الاتو یا شیانو د اتش بازۍ په کولو سره نوي کال ته هرکلی ویلی دغزې بې کوره شوي خلک بیا د نوي کال په اړه د فکر کولو پرځای د سرپناه، خوړو او اوبو موندلو په هڅه کې بوخت وو.

غزه - د غزې خلکو ډيره کمه هیله درلوده چې نوی کال 2024م به د حماس د له مینځه وړلو لپاره د اسراییلولخوا د تېرو 12 اونیو راهسې د پېل شوې جګړې وروسته ډیر آرام راوړي.

د مصر سره د غزې په پوله کې د رفح په ښار کې، چې د نورو سیمو څخه د فلسطینیانو د تېښتې ترټولو لوی مرکز ګرځیدلی، خلک د نوي کال په اړه د فکر کولو پرځای د سرپناه، خوړو او اوبو موندلو په هڅه کې بوخت وو.

د پاخه عمر یو فسلطیني وګړی ابو عبدالله چې په خان یونس سیمه کې یې کور تباه شوی اؤ د خپلې کورنۍ غړي یې د لاسه ورکړي دي وایي :

"2024 کې بېرته خپل ړنګ شوي کور ته تلل غواړم ،هلته یوه خیمه لګول غواړم اؤ هم هلته ژوند کول غواړم"

روس ـ د روسیې صدر ولادیمیر پوټین چې د مارچ په میاشت کې له انتخاباتو سره مخامخ دی، د یکشنبې په ورځ د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې یوازې د اوکراین جګړې ته اشاره وکړه او خپل پوځیان یې اتلان وبلل خو تر ډېره یې پر یووالي او ګډ هوډ ټینګار وکړ.

چین ـ د چین صدر شي جن پنګ د يکشنبې په ورځ د نوي کال په ټلويزيوني وينا کې وويل چې هېواد به يې په ۲۰۲۴ کال کې د اقتصادي بيارغونې مثبت رجحان پياوړی او پراخه کړي او په ژورو اصلاحاتو سره به اوږدمهاله اقتصادي پرمختیا پځای وساتي.

تایوان ـ سائي انګ وین وویل چې ابنای تایوان کې امن اؤ ثبات پځای ساتل د دواړو خواؤ ګډ مسولیت دی.

شمالي کوریا- شمالي کوریا په 2024م کال کې د دریوؤ نوؤ جاسوسي سیټلایټ د چمتو کولو، د پوځي ډرون جوړولو اؤ خپلو اټومې وسلو سیوا کولو هوډ ښکاره کړی اؤ ددغه هیواد مشر کم جونګ ویلي د امریکې تګلارې جګړه ضروري کوي.

د جنوبي کوریا یونهاپ نیوز د شمالي کوریا د سرکاري ریډيوله خولې ویلي چې کم جونک اؤ د چین صدر شي جن پنګ د دوشنبې په ورځ د نوي کال په اړه یو بل ته په ورکړل شوؤ پېغامونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراخولو هوډ کړی دی.

ویټیکن - د اتوار د ورځې د عبادت په مهال پاپ فرانسس ویلي "زه د هر تن لپاره د کال د پرامنه پائ هیله لرم اؤ ما هم له دعا هیر نه کړئ"

فرانسه - د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون د نوي کال له لمانځلو دمخه په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې 2024 به "زموږ د فرانسوي ویاړ کال" وي، چې ددې ښودنه به د پاریس 2024م د هوړي د المپیک لوبو او له ویجاوړونکي اور وروسته د نوټر ډيم کلیسا د بیا پرانستنې څخه وشي.

جرمني - چانسلر اولاف شولز د کال په پای کې په خپله دودیزه وینا کې وویل چې 2023م کال "ډیر کړاوونه ولیدل شول اؤ وینې توئ شوې مګر ژمنه یې وکړه چې "موږ به په آلمان کې له دې څخه تیر شو"

پولیسو د یکشنبې په ورځ درې نور شکمن کسان ونیول چې د نوي کال په ماښام د آلمان د کولن په مشهوره کلیسا باندې د برید کولو په تور یې یو پلان جوړ کړی و.

د کولن پولیسو ویلي چې تورن بریدګر پلان درلود چې له یوه موټر څخه په استفادې د ګوتیک په ۸۰۰ کلنې زړې کلیسا برید وکړي.

برتانیې دخپل مشهور بګ دخپل ستر جرس په غږولو، اتش بازۍ کولو اؤ د شاه چارلس د تاجپوشۍ د خبرونو د نندارو په ښودلو سره د نوي کال پیل کړی دی.

امریکا- په نیویارک کې د میګن تهي اسټالین اؤ ایل ایل کول جی په ګډون د نورو موسیقارانو د ټاکل شوؤ کنسرټونو له لېدلو وروسته په لکونو خلک د مین هټن په ټایمز اسکوایر کې د نیمې شپې د رڼا پرېښودونکي بال نندارې ته راجمع شوي وؤ.

صدر جوباییډن "د بال ډراپ نه وړاندې یوه مرکه کې وویل هغه هیله لري چې جشن نمانځونکي ته به دا احساس وي چې مونږ د دنیا مشرۍ کولو لپاره د نړۍ د هر هیواد نه غوره پوزیشن کې یو"

( دې رپورټ کې شامل معلومات د رایټرز نه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG