د بنګله دېش تر ټولو لویه اسلامي پارټۍ - جماعت اسلامي – چې په تېرو لسو کلونو کې یې ځان نسبتآ غلی ساتلی و، اوس یې کرار کرار د خپلو فعالیتونو سېوا کول شروع کړي دي.
دا ګوند په انتخاباتو کې د ګډون اخېستو نه منعه کړی شوی دی، مګر اوس په هغو تحرکاتو کې چې د بنګله دېش نشنلسټ پارټۍ (بي اېن پي) د حکومت په ضد پیل کړي، جماعت اسلامي غواړي یو کردار ولوبوي.
عوامي لیګ، چې د بنګله دېش واکمن ګوند دی، جماعت اسلامي ته د یو "آزادۍ ضد ځواک" په سترګه ګوري، ځکه جماعت اسلامي دري پنځوس کاله وړاندې د بنګله دېش د آزادۍ خلاف دریځ لرلی دی.
کله چې د ۲۰۰۸ کال په ډسمبر کې عوامي لیګ په انتخاباتو کې پرېکنده کامیابي حاصله کړه، د شېخ حسینې حکومت سمدستي د جماعت اسلامي د چقولو ګامونه پورته کړل.
تېر کال د جون او اکټوبر میاشتو کې چې کله جماعت اسلامي ته د مظاهرو اجازت ورکړل شو، نو دې کار ډېر خلک حېرانه کړل.
"موقع امریکا مهیا کوي"
د صلاح الدین بابر په څېر سیاسي څارونکي په دې باور دي چې د جماعت رامخته کېدل او د حکومت لخوا یې منل کېدل، د امریکا د اثراتو نتیجه ده.
د امریکا حکومت د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې اعلان وکړ، هر هغه وګړی چې وکتل شي جمهوري بیانات وچقوي، نو هغه ته به ویزه نه ورکولی کیږي. د ویزې نه ورکولو دا پابندي د هغو وګړو تر کورنیو پورې هم غځېدلی شي.
بابر وایي، جماعت د یو قانوني سیاسي ګوند په حیث د مظاهرې کولو حق لري، مګر د امریکا د ویزې پالیسي، هغو ته دا موقع ورکړه چې خپل دا حق د مظاهرې استعمال کړي.
صلاح الدین بابر په ډاکه کې د مشهورې ورځپاڼې نایا ډېګونټو اېډېټر دی، او دا اخبار په دې هم پېژندل کیږي چې د جماعت اسلامي له پلویانو سره تعلقات لري. بابر وایي: "جماعت د امریکا د ویزې دغې پالیسۍ نه مفاد اوچت کړ، او فکر یې وکړ چې اوس لارو سړکونو ته د راوتلو سم وخت رارسېدلی دی."
د هغه په وینا، جماعت اسلامي دا حساب وکړ چې حکومت به د قانوني مظاهرې په مخنیوي سره د امریکا د پالیسۍ خلاف دریځ ونه نیسي.
بابر زیاته کړه چې جماعت اسلامي بنګله دېش بېرته د هېواد سیاسي میدان ته راستنیږي، بغیر د دې چې حکومت ته د مقابلې کولو څه بهانه په لاس ورکړي. د صلاح الدین بابر وینا ده چې د اکټوبر په ۲۸مه، کله چې د حزب اختلاف بي اېن پي آخري لویه مظاهره د پولیسو د طرفه ماته کړی شوه، جماعت سره دا صلاحیت پیدا شو چې په هماغه پیمانه لویه مظاهره وکړي او بغیر د دې چې د پولیسو یا د حکومت پلویانو سره کومه مقابله وکړي، بېرته خپله مظاهره په پرامنه طریقه ختمه کړي.
د بنګله دېش نشنلسټ پارټۍ اتحادي
جماعت اسلامي کلونه وړاندې د بنګله دیش نشنلسټ پارټۍ (بي اېن پي) اتحادي و، او په انتخاباتو کې یې مقبولیت زیات شوی و. د ۱۹۹۱ کال په انتخاباتو کې یې ۱۲ فیصده رایې وګټلې او د بي اېن پي سره یې مرسته وکړه چې د خالده ضیا په مشرۍ حکومت جوړ کړي.
د ۲۰۰۱ په انتخاباتو کې چې یو ځلي بیا خالده ضیا انتخابات وګټل، نو د جماعت اسلامي دوه مشرانو ته یې په کابینه کې عهدې ورکړې.
خو د کرپشن او د خرابې حکومتدارۍ له وجې د بي اېن پي او جماعت اتحادي حکومت مقبولیت راکم شو. وروسته چې د عوامي لیګ مشرې شیخ حسینه د هدفي وژنې ناکامه هڅه وشوه، نو ډېری ووټرانو، په خصوص ځوانانو داسې وانګېرله چې د جماعت اسلامي سره ملګرتیا د بي اېن پي په نقصان تمامېدلی شي.
د ۲۰۰۸ کال په ډسمبر کې چې انتخابات وشول، نو د بنګله دېش په پارلېمان کې چې درې سوه کرسۍ وې، پّ هغو کې جماعت ته صرف دوه کرسۍ ورسېدلې، حالانکه تر هغه وړاندې یې د کرسیو شمېر اوولس و.
په هند او پاکستان کې د جماعت ډلو سره رابطه
په تېرې یوې نیمې لسیزې کې د بنګله دېش جماعت ډلې د دې پر ځای چې د هند او پاکستان له جماعت ډلو سره نږدې اړیکې وپالي او ځان پان-اسلامي ډله وښایي، کوشش کړی تګلاره بدله کړي او د یوې قامي ډلې په حیث راڅرګنده شي.
صلاح الدین بابر وایي، دا د بنګله دېش د جماعت اسلامي د پوخوالي یوه نښه ده چې نور په هند او پاکستان کې موجودو د جماعت ډلو سره تړلی نه ښکاري.
بابر وایي: "په پاکستان کې یې د جماعت سره قوي تعلقات و، ځکه دا ډلې د شل کالو نه زیات وخت یوه پارټۍ پاته شوې وه."
بابر زیاتوي چې د دوی ترمنځ نظریاتي مشترکات لا هم موجود دي، مګر اوس د یوې پارټۍ په توګه سوچ نلري. د هغه وینا ده: "په بنګله دېش کې د جماعت مشرتابه ته دا واضحه شوه چې په هند او پاکستان کې د جماعت ډلو سره رابطه، ممکن دې ته لاره پرانیزي چې د یو ملک سیاست په بل ملک اثر وغورځوي، نو له دې کبله هغو خپل نقطه نظر بدل کړ."
د ۱۹۷۱ کال د جنګ سیوری
بنګله دېش کې جماعت اسلامي چې یوه اسلامي نظریاتي ډله ده، واک اختیار ته د رسېدو دپاره یې د آئيني سیاستونو لاره خپله کړې ده. مګر سابقه کارونه یې، په خاص ډول کله چې په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دېش د آزادۍ په جنګ کې یې د پاکستاني پوځ سره فعاله همکاري کوله، د دې سبب شوی چې اوس دا ډله د بنګله دېش په اولس کې په ډېره سختۍ ومنلی شي.
په ۲۰۱۳ کال کې د هائی کورټ د فیصلې په بنیاد، د بنګله دېش د انتخاباتو په کمېشن کې د جماعت اسلامي ډلې رېجسټرېشن فسخه کړی شو. په دې معنا چې دا ګوند نور په هېڅ انتخاباتو کې کاندیدان نشي اودرولی، نه په قامي کچه او نه په ځایي کچه. جماعت پارټۍ دا فیصله په سپریم کورټ کې چلېنج کړه، مګر د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې د سپریم کورټ اپیل ججانو، د هائیکورټ مخکېنۍ فیصله پخپل ځای محفوظه وساتله.
هماغه وخت هم، ځینو څارونکو ویل چې جماعت به په انتخابي پروسه کې د بېرته شاملېدو دپاره یوه لاره پیدا کړي.
شهریار کبیر، چې ډېره موده یې د جماعت په خلاف کمپېن کړی، د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د هند ټېلې ګراف اخبار ته وویل: "دا (ډله) به د وړاندې په شان، په یو غیرمستقیم یا خفیه لارې باندې انتخاباتو کې مقابله وکړي، او دا به د «آزادو» کاندیدانو ملاتړ وي چې هغو اودرولي وي."
دا چې په الېکشن کمېشن کې یې رېجسټرېشن فسخه شوی، په جماعت ډلې باندې د بالکل پابندۍ معنا نلري. دا پارټۍ اوس هم کولی شي عام او خصوصي جلسې ولري، او په لارو سړکونو مظاهرو ته ووځي.
د جنګي جرمونو د عدالت لخوا په نښه کېدل
د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر میاشتې په انتخاباتو کې د غټې کامیابۍ نه وروستو، د وزیراعظمې شیخ حسینې عوامي لیګ حکومت فیصله وکړه چې یو ځانګړی ځایي عدالت جوړ کړي، په نوم د انټرنشنل کرایمز ټرېبیونل.
د دې ځانګړي عدالت (آی سي ټي) مقصد دا و چې په ۱۹۷۱ کال کې پاکستاني پوځ سره د ځایي همکارانو په ضد عدالتي کاروایي وکړي، او داسې کسانو باندې د انسانیت ضد جرمونو الزام ولګوي، لکه د سیاسي او یا نسلي وجوهاتو له کبله قتل، جنسي تیری، اور اچونې، او نور.
د جماعت اهم مشران چې په ۱۹۷۱ کال کې د دې ګوند په مشرتابه او یا د ځوانانو په څانګه کې فعال پاته و، د ۱۹۷۳ کال د یو قانون ترمخې، په مختلفو جرمونو تورن وګڼل شول.
په خاص ډول، د جماعت د هغه وخت د ځوانانو په څانګه باندې تور ولګول شو چې د البدر په نوم یې خفیه ډله جوړه کړې وه کوم چې د ۱۹۷۱ په وروستیو کې یې د بنګله دېش د دانشورانو او ماهرینو هدفي اغواګرۍ او قتلونه ترسره کول.
د جماعت لوی مشران، په شمول د ډلې د امیر یا صدر مطیع الرحمان نظامي، چې په ۲۰۰۶-۲۰۰۱ کې د خالده ضیا د کابینې وزیر پاته شوی و، په ځانګړي عدالت کې مجرم وپېژندل شول او د نظامي په شمول، اکثره یې تېزندۍ کړی شول.
په غلام اعظم چې په ۱۹۷۱ کال کې یې په مشرقي پاکستان کې د جماعت مشري کوله، دري نیوي (۹۳) قید راوخوت، او بیا د همدې سزا د تېرولو په مهال هسپتال کې مړ شو.
د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ کې د جماعت د نایب مشر دلاور حسین سعیدي د تېزندۍ سزا، په ټول بنګله دېش کې پراخ فسادات یا بلواګانې راوپارولې. سعیدي یو مذهبي واعظ هم و، او په زرهاوو کسان به یې ویناوو ته په لارو سړکونو ناست و. د تېزندۍ کېدو پس یې د پلویانو په مظاهرو کې په لسهاوو تنان د پولیسو په ډزو ووژل شول. خلکو کې داسې افواهات خپاره شوي و چې ګني د سعیدي څهره په سپوږمۍ باندې لیدلی شوې ده.
په ټول ۲۰۱۳ کال کې د جماعت اسلامي غړو او پلویانو په ټول بنګله دېش کې پرتشدده مظاهرې وکړې، چې په نتیجه کې یې پولیسو په مختلفو سیمو کې په هغو ډزې وکړې او ټولټال سل (۱۰۰) تنان ووژل شول. یو شمېر پولیس اهلکار هم په وهلو وهلو، ووژل شول. ځینو علاقو کې ځایي انتظامیې هم وتښتېدلې او بیا حکومت د طاقت په استعمال سره کنټرول بېرته ترلاسه کړ، او بیا یې د جماعت نور ډېر مشران هم ووژل او یا یې جېل ته واچول.
که څه هم بنګله دېش کې جماعت ډلې خپل قریب ټول مشران د لاسه ورکړل، مګر ویې کړی شول چې خپل د تنظیم اډانه وساتي او د مشرانو د ځای ډکولو دپاره، پارټۍ کې دننه انتخابات وکړي. بیا یې د خپلې بقا دپاره یې، ځان په سیاسي چارو کې غلی ونیو، او صرف یې په مذهبي مسایلو توجو وکړه.
په پاکستان او ترکیې کې همدردي
د بنګله دېش د جماعت ډلې په مشرانو باندې د سزا عملي کېدو په ضد، د بنګله دېش نه بهر چې کومې مظاهرې وشوې، تر ټولو غټې یې په پاکستان کې وې، یعنې په هغه ملک کې چې کال ۱۹۷۱ کې یې شرقي پاکستان کې جنګ بایلودو او بنګله دېش ترې جدا شو.
صلاح الدین بابر وایي، داسې فکر نه کوي چې د پاکستان جماعت اسلامي مظاهرې داسې څه ښودلي وي چې د بنګله دېش له جماعت اسلامي سره رابطه کې لا هم په رابطه کې دی. هغه وایي، مظاهره کوونکو سره صرف دا جذبه وه چې د هغو په شان اسلام پاله مشران بنګله دېش کې وژلی کیږي.
بابر زیاته کړه: "[د بنګله دېش] جماعت ډېر کلونه د خپلو پاکستاني هم ګوندیانو سره کار کړی و، نو دا قدرتي خبره ده. خو مونږ په ترکیې کې هم دغه قسمه مظاهرې ولیدلې."
د بنګله دېش او ترکیې ترمنځ سفارتکاري تعلقات د ۲۰۱۲ کال په ډسمبر کې هغه وخت سختې خرابې شوې چې د ترکیې د هغه وخت صدر عبدالله ګل د بنګله دېش مشر ته خط ولیکلو او ورنه یې وغوښتل چې رحم دې وښيي او د غلام اعظم او نورو د جماعت مشرانو د سزا ورکولو نه دې تېر شي.
بنګله دېش د ترکیې د صدر دې خط ته په قدر ونه کتل، او ویې ویل چې د هغه خط مواد "غیرقابل قبول" دي او هغه یې د بنګله دېش په داخلي چارو کې "یوه واضحه مداخله" وبلله.
Forum