لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل د حماس مهم مشر صالح العاروري په لبنان کې په ډرون برید کې وژلی دی


د حماس ډلې چارواکي او د حزب الله ډله وايي د لبنان د مرکز بیروت په شاوخوا کې د حماس یو مشر صالح العاروري او د دې ډلې درې غړي د اسرایل په برید کې وژل شوي دي. حماس دا برید غندلی او حزب الله دا د لبنان پر ملي خپلواکۍ برید بللی دی.

امریکې تېر کال د العاروروي پر سر جایزه اعلان کړې وه او ویلي یې وو که هر چا داسې معلومات ورکړل چې په بنیاد یې العاروري پیدا شي پینځه میلین ډالر به ورکوي.

د لبنان د سرکاري خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې دا د اسرایل د یوې بې پایلټه الوتکې یا ډرون برید وو چې وایي د فرورۍ په دویمه د شپې د بیرت په مشرفیه سیمه کې یې د حزب الله غړي په نخښه کړي او ټول څلور تنه پکې وژل شوي دي.

صالح العاروري د حماس ډلې د پوځي څانګې قسام بریګېډز له بنیاد ایښودونکو څخه ګڼل کېده او څه موده په لوېدیځه غاړه کې د دې ډلې پوځي مشر و. ځینو رسنیو هغه د حماس ډلې دویم لوی مشر یاد کړی دی.

د اسرایل پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده، خو دا ډول برید د حماس د مهمو مشرانو د وژلو په اړه د اسرایل د حکومت له ارادې سره سم ښکاري، ځکه چې په غزه پټۍ کې له حماس سره جګړه درو میاشتو ته نیژدې شوې ده.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند رېر ایډمرل ډېنیل هګاري د صالح العاروري د وژل کېدو په اړه د پوښتنې په جواب کې وویل، د پوځ لپاره یې "نن شپه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ له حماس سره پر جګړې تمرکز کوو".

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اکتوبر د اوومې نېټې تر برید مخکې هم د العاروري د وژلو ګواښ کړی وو.

که اسرایل په دغه برید کې لاس ولري، کېدای شي په منځني ختيځ کې د شخړې د پراخېدو سبب شي، د حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله خبرداری ورکړی وو چې په لبنان کې به د حماس پر مشرانو د اسرایل د هر ډول برید غچ اخلي.

د حماس ډلې یو ویاند باسم نعیم اسوسیېټډ پرس ته د العاروري وژل کېدل تایید کړي دي. د حزب الله ډلې یو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط منلې ده چې په برید کې العاروري وژل شوی دی.

اسرایل العاروري په دې تورن کړی وو، چې د دغه هېواد په پوځيانو باندې یې څو بریدونه پلان کړي او تر سره کړي دي، له همدې کبله یې په اکتوبر کې په لویدیځه غاړه کې د هغه کور ویجاړ کړی وو.

په اسرایل باندې د حماس له برید او د غزې له جګړې وروسته د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې د جنګیالیو او اسرایل تر منځ څو ځله ډزې تبادله شوې دي.

د العاروري تر وژل کېدو څو ساعته مخکې د حزب الله ډلې ویلي وو، د اسرایلي پوځ پر څو پوستو یې بریدونه کړي دي.

حماس ډلې په یوه بیان کې پر العاروري برید غندلی او دا یې د اسرایل "ترهګر" عمل بللی دی. حماس دا برید په جګړه کې یو خطرناک پرمختګ بللی او وایي "دا جرم به بې جوابه یا بې سزا نه پاتېږي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG