لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ویلي په غزه کې یې نسل وژنه نه ده لېدلې 


د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند متیو مېلر ویلي امریکې په غزه کې د نسل وژنې د کارروایو مشاهده نه ده کړې.

د امریکې دا دریځ نړیوال نړیواله محکمه کې د سویلي افریقا له لوري فلسطیني سیمو کې د اسرایل پوځي عملیاتو کې د نسل وژنې له مقدمې کولو وروسته مخې ته راغلی دی.

د چهارشنبې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال د اسرایل له لوري غزه کې د نسل وژنې د تورونو په اړه ویلي، "دا یواې تورونه دي، موږ داسې کارروایۍ نه وینو چې نسل وژنه وګڼل شي."

له امریکایي ویاند څخه د سویلي افریقا له لوري د سه شنبې یا نهې په ورځ د شوي هغه خواست په اړه پوښتنه شوې وه چې په کې ویل شوي وؤ نړیوال عدالت باید یو عاجل امر کې دا اعلان وکړي چې اسرایل ۱۹۴۸ کې د نسل وژنې د شوي کنونشن یا تړون په اساس له خپلو مسولیتونو سرغړونه کوي.

نړیوال عدالت د سویلي افریقې په خواست په ۱۱ او ۱۲ جنورۍ ولسي اورېدنې ټاکلې دي.

اسرایل لا دمخه ویلي دي چې د دې تورونو پرضد به خپله دفاع کوي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس حمله کې دوولس (۱۲) کسان وژل شوي اؤ نزدې دوه سوه و څلوېښت (۲۴۰) نور یرغمال کړی شوي وؤ چې له هغې وروسته د مطبوعاتو له لارې مخې ته د راغلو شمیرو له مخې د اسرایل په ځوابي عملیاتو کې تر اوسه له دوه ویشت زرو (۲۲۰۰۰) زیات فلسطینیان وژل شوي.

د اسرایل عملیاتو کې د غزه ښار یوه لویه برخه تباه شوې اؤ د دغه سیمې درویشت لکه اوسیدونکي د یو ستر بشري ناورین سره مخ شوي دي.

د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو ویلي دي چې د حماس تر ختمولو اؤ د یرغمالیانو تر راخوشې کېدو به د دوي جګړه نه ودریږي.

د امریکې د خارجه محکمې ویاند متیو مېلر ویلي، موږ سره د دې خبرې باوري کولو لپاره داسې هیڅ مواد نشته چې ګنې هلته جنګي جرمونه یا د انسانیت پرضد جرمونه شوي دي.

واشنګټن د نهې په ورځ د اسرایل د دوؤ وزیرانو له لوري د غزې نه بهر د فلسطینیانو بیا له سره د ابادولو په بیانونو نیوکه کړې اؤ ویلي یې دي ، اسرایل امریکایي چارواکو ته باور ورکړی دی چې د دغو وزیرانو بیانونه د اسرایلي حکومت د تګلارې غمازي نه کوي.

امریکایي چارواکو ویلي چې دې شخړه کې ډیر زیات فلسطینیان وژل شوي دي اؤ هغوي په اسرایل ټینګار کړی چې چې د وګړو د تحفظ لپاره لا نور ګامونه واخلي.

اسرایل د نسل وژنې تورونه بې اساسه بللي دي اؤ وایي چې حماس فلسطینیان د انساني ډال یا سپر په توګه کاروي اؤ د هغوي لپاره راتلونکې نړیوالې مرستې پټوي اؤ دخپلو مقصدونو لپاره یې پکار راولي خو حماس د اسرایل دا تورونه په سختۍ سره رد کړي.

(ددې رپورټ ځینې مواد د رایټرز نه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG