د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتين پرون [د زیارت/پنجشنبې په ورځ] د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) په مقدمه کې ضمانت منظور شوی او وکیل یې مصدق عزيز خټک وي او اې ډیوه ته ویلي وو، په پښتین دغه وروستۍ مقدمه وه چې اسلام اباد کې پرې ښکاره شوې وه او په هغې کې یې ضمانت منظور شو.
نوموړي ويلي وو، که په پښتين بله مقدمه ښکاره نه شوه هغه به خوشی شي.
خو د پي ټي اېم د اسلام اباد مشر کامران وي او اې ډیوه ته د شپې ناوخته وويل، "چې کله مونږ د زندان مخې ته لاړو هلته په ګڼ شمېر کې پولیس راغله، او چې منظور پښتين څنګه د اډياله زندان څخه راووتلو د پنجاب پوليسو بيرته ونيولو او نامالومه ځای ته یې منتقل کړو".
د اسلام اباد او راولپنډۍ پوليسو د منظور پښتين د نیولو په حواله تراوسه پورې څه نه دي ویلي.
په ټولنيزو د منظور پښتين د پوليسو په ګاډي کې کښېنولو او بوتللو ويډيوز خپرې شوي او د هغه په نيولو نيوکې شوي دي.
جرنلسټ اعزاز سيد په اېکس (پخواني ټويټر) ویلي، "منظور پښتين د اډیاله زندان څخه د خوشي کېدو د کاغذي کارروايۍ پوره کېدو وروسته بيا ونيول شو. دا انتهايي افسوسناک او د غندنې وړ اقدام دی. د حېرانتيا خبره ده چې په داسې پېښو د انصاف زنځيز خاموشه وي او کوم جج هم پرې د شپې عدالت نه لګوي".
په اسلام اباد کې روان د بلوڅ پرلت مشرې ماه رنګ بلوڅ هم په اېکس ویلي، "د پي ټي اېم د مشر منظور پښتين د خوشي کېدو وروسته د جېل مخې ته اغوا نما نيول د فاشزم انتها ده، کوم خلک چې وايي تاسو د عدالتونو نه ولې مايوسه یئ؟ نو د هغو دپاره عرض دی چې کله عدالتونه په انصاف ورکولو کې پاتې راشي نو د عدالتونو څخه مايوسي زر ځله غوره ده. د منظور پښتين خوشي کېدو حکم د عدالت نه راغلی خو هغه بيا ګرفتاره کړی شوی او په دې د عدالتونو خاموشي په خپله په ايين او قانون پورې ټوقې دي".
منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.
وروسته هغه په اووم دسمبر د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی، د اووه ورځو په بدني ريمانډ سي ټي ډي ته حواله کړل شوی او په ۱۴م بيا په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږل شوی وو. په ۲۶م دسمبر یې ضمانتونه منظور شوي وو.
په اسلام اباد کې په نوموړي څلور مقدمې ښکاره شوې او پرون یې په وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور شوی وو.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.
د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.
Forum