لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په ايران کې د ځانمرګو بريدونو زمه واري منلې ده


داعش د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په ايران کې د ځانمرګو بريدونو ذمه واري منلې ده. په دغو بريدونو او چاودنو کې څلوراتیا (۸۴) کسان وژل شوي وو.

چاودنې په داسې حال کې شوې وې د شورو چارشنبې په ورځ د ایران په کرمان ښار کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني کمانډر قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو ته ګڼ خلک راټول شوي وو.

داعش په ټولنيزو رسنيو دعوه کړې، دوه ځانمرګو (وروڼو) یې د سليماني د قبر سره نزدې په ګڼه کې چاودنې کړې وې.

داعش ويلي، دغه بريد یې "د خدای په فضل سره کړی" وو او دا یې د هغه کمپاين برخه ده چې "دوی ووژنئ چرته یې چې ومومئ"، په دې کمپاين کې دوی خپل دښمنان په نخښه کوي چې په کې په ايران کې شيعه مسلمانان هم شامل دي.

جنرل سليماني چې د قدس ډلې د پاسداران انقلاب د بهرنيو ځواکونو مشري کوله، د داعش سخت دښمن ګڼل کېدو، هغه په ۲۰۲۰م کې په عراق کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی وو.

داعش په ايران کې وروستی برید د کال ۲۰۲۲م د اکتوبر په میاشت کې په يو مزار کړی وو پنځلس (۱۵) تنه په کې وژل شوي وو.

ايران د زيارت په ورځ د ملي ماتم اعلان کړی او د شورو/ چارشنبې د ورځې چاودنو ته یې ترهګر بريد ویلي وو.

د ایران تسنیم خبري ایجنسۍ د باخبرو سرچینو په حواله ویلي، په دغه ځای کې "په دوو بستو کې موجود بمونه وچاودېدل". تسنیم ويلي، "د دې پېښې تر سره کوونکو په ښکاره ډول بمونه په ریموټ کنټرول وچاودل".

د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي پر خپل ایکس [مخکیني ټوټیر] تور لګولی چې دا د امریکا او اسرایل کار دی. جمشیدي د خپلې دغې دعوې لپاره کوم شواهد او دلیل نه دي وړاندې کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي اسرایل او امریکا په دغو چاودنو کې لاس نه لري. میلر د جنورۍ په درېیمه په خبري غونډه کې وویل: "امریکا په هیڅ صورت پکې ښکېل نه ده او له دې پرته بل کوم اظهار مسخره دی او دویم دا چې له موږ سره هیڅ داسې دلیل نه شته چې باور وکړو چې ګواکې اسرایل په دې چاودنه کې لاس لري".

د اسرایل د دفاعي ځواکونو له ویاند دنیل هګاري څخه د ایران د دغه تور په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل، "زموږ پام له حماس سره جګړې ته دی".


(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG