لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا استخبارات وایي ایران کې چاودنې په افغانستان کې مېشتې داعش خراسان کړې دي


د امریکې استخباراتو ته نیژدې دوو سرچینو ویلي امریکا تایید کړې ده چې د کسانو تر منځ داسې کشف شوې مکالمې یې را غونډې کړې دي چې وایي په ایران کې د جنورۍ په درېیمه غبرګې چاودنې د داعش خراسان افغانستان څانګې کړې دي.

ایراني چارواکو لا په دې هکله هم څه نه دي ویلي چې په دغو چاودنو کې د داعش خراسان څانګې لاس دی که نه او نه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه دغو دعوو ته څه جواب ویلی دی.

یوې سرچینې چي ددې استخباراتو په هکله معلومات لري، د جنورۍ په پینځمه یې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې په ایران کې د دغو چاودنو په هکله استخباراتي معلومات "کره او نه ردېدونکي دي".

دغو سرچینو د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، استخباراتي معلومات له هغو خبرو یا مکالمو تر لاسه شوي دي چې دغو ادارو پکې مداخله کړې ده، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

رویټرز وایي تر دې وړاندې د امریکا استخباراتي ادارو له خوا په دې ډول په مواصلاتي مکالمو کې د مداخلې او را غونډولو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په ایران کې د جنورۍ په درېیمه نېټه د سپاه پاسداران د القدس څانګې د مخکیني وژل شوي مشر قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې غبرګې خونړۍ چاودنې وشوې چې پکې تر نیژدې 100 کسان و وژل شول.

رویټرز وایي دا په ایران کې د 1979م کال له اسلامي انقلاب را وروسته تر ټولو خونړي بریدونه وو، چې تر دوه نیم سوه زیات کسان پکې ټپیان شوي، په هغوی کې هم د ځینو حالت مرګونی بلل کېږي.

ایراني چارواکو په لومړي سر کې د دغو چاودنو ذمه واري پر امریکا او اسرایل ور اچولې وه خو اسلامي دولت یا داعش ډلې یې د پنجشبې- زیارت په ورځ ذمه واري ومنله او دعوه یې وکړه چې دوو وسلوالو ځانمرګو یې دا بریدونه کړي دي.

داعش ډلې دا نه وو ویلي چې د خراسان څانګې یې دا چاودنې کړې دي خو دې لومړۍ سرچینې رویټرز ته ویلي، "امریکا ښه کره استخباراتي معلومات لري، چې داعش خراسان دا بریدونه کړي دي".

د امریکې د استخباراتو مرکزي ادارې سي آی اې په دې هکله رویټرز ته له څه ویلو ډډه کړې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د جنورۍ په درېیمه ویلي وو، اسرایل او امریکا په دغو چاودنو کې لاس نه لري.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو له ویاند دنیل هګاري څخه هم په هغه ورځ د ایران د دغه تور په اړه پوښتنه شوې وه چې ګواکې اسرایل پکې لاس لري، هغه ویلي وو، "زموږ پام له حماس سره جګړې ته دی".

ایراني چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، د چارشنبې- شورو د ورځې د چاودنو په تړاو یې 11 مشکوک کسان، چاودېدونکې آلې او واسکټونه نیولي دي خو دا یې نه دي ویلي چې دا کسان ایرانیان او که بهرنیان دي.

قاسم سلیماني د 2020م کال د جنورۍ په درېیمه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د عراق بغداد سیمې ته نیژدې د امریکا په یو هوايي برید کې وژل شوی وو.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG