لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دیش کې نن عام انتخابات کیږي خو اپوزیشن ګوندونو ترې پرېکون اعلان کړی


په بنګله دېش کې نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ پارلیماني ټاکنې په داسې حال کې کېږي اپوزیشن ګوندونو له دې ټاکنو د پرېکون یا بایکاټ اعلان کړی دی.

بنګله دیش نیشنل ګوند اؤ نور اپوزیشن ګوندونو د انتخاباتو نه وړاندې د یو بې پلوه نګران حکومت په نه رامنځته کېدو د احتجاج په ډول دې انتخاباتو کې برخه نه اخلي اؤ له ولس یې هم غوښتي دي چې ټاکنو کې باید خپله رایې ونه کاروي.

دا به په ۱۹۷۱ کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو راهیسې د دغه هېواد ۱۲مې ملي پارلماني ټاکنې وي.

د بنګله دیش مرکزي پارلیمان ۳۵۰ غړي لري، چې ۳۰۰ غړي یې په مستقیم ډول د پنځوؤ کلونو لپاره ټاکل کېږي. پاتې ۵۰ څوکۍ د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.

د بنګله دیش نیشنلسټ ګوند او ایتلافیان یې د ځینو لویو اسلامپالو ګوندونو سره یوځای د ټاکنو پر مهال د بې پلوه نګران حکومت د رامنځته کولو اؤ د اوسني حکومت د استعفا غوښتنه کوي.

اپوزیشن ګوندونه په دې باور دي چې وروستي دوه عمومي ټولټاکنې چې په ۲۰۱۴م او ۲۰۱۸م کې ترسره شوې، دا ثابتوي چې تر څو واکمن ګوند له په واک کې وي تر هغې بې پلوه، منصفانه، او د اعتبار وړ انتخابات ممکن نه دي .

په بنګله دیش کې له تېرو ۱۱ؤ انتخاباتو څخه یوازې څلور یې د بې طرفه نګران حکومت په نظارت کې شوي: په ۱۹۹۱، ۱۹۹۶، ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸م کې ترسره شوې ټاکنې نسبتا ازاد او عادلانه په توګه منل شوې وې.

په ۲۰۱۳م کې د بنګله دیش سپریم کورټ د انتخاباتو نه وړاندې د نګران حکومت جوړول غیر قانوني بللي وؤ اؤ تر هغې وروسته واکمن ګوند، عوامي ليګ، چې په پارلمان کې په دریوؤ کې دوه برخې اکثريت لري، په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو لپاره د نګران حکومت د رامنځته کېدو مخه ونيوله.

بنګله دیش نیشنل پارټۍ او د هغې ایتلافیانو ددغه اییني بدلون په پرضد احتجاج کړی ؤ او د ۲۰۱۴م کال په ټولټاکنو کې یې احتجاجاً برخه نه وه اخستې چې په نتیجه کې یې په هغه کال کې ټولټاکنو کې د رایې ورکوونکو برخه هم ډیره کمه وه.

دا ځل چې بیا اپوزیشن ګوندونو له انتخاباتو پرېکون اعلان کړی څېړونکي وایي چې په پینځم ځل دې ټاکنو کې د د شیخ حسینه واجد د وزیراعظمې په توګه ټاکل کېدو ته لاره هواره شوې ده.

نړیوالو اؤ ځایي مطبوعاتو راپورونه ورکړي چې بنګله دیش کې نن د کېدونکو ټولټاکنو نه وړاندې ددغه هیواد په بیلابیلو برخو کې د تشدد پېښې هم رامنځته شوي اؤ په ډهاکه کې پینځوؤ سکولونو اؤ څلور د رایې ورکولو مرکزونو ته اورونه لګول شوي دي.

تېره ورځ هم د مسافرو په یو اور ګاډي کې د اور لګیدو له امله پینځه کسان مړه شوي اؤ اته نور ژوبل شوي وؤ.

پولیسو ددغه پېښې پړه په اپوزیشن ګوندونو اچولې وه اؤ د هغوي اووه کسان یې نیولي دي خو اپوزیشن بیا دا تورونه رد کړي دي.

د اپوزیشن ګوندونو لخوا په ګرد هیواد کې د دوه ورځني هړتال له غوښتنې وروسته په ګرد هیواد کې په لویه شمیره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي دي.

مطبوعات وایي چې تر اوسه د بنګله دیش نیشنل پارتۍ د مرکزي مشرانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ زره کسان نیول شوي اؤ دوؤ زرو نورو بیا ځانونه ډډې ته کړې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG