د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر د ګل/دوشنبې په ورځ د بنګله دېش د جنجالي انتخاباتو په مهال تشدد او جبر وغندلو او د بنګله دېش د ریاست نه یې وغوښتل چې هغه ملک کې دې جمهوریت مضبوطه کړي. حزب اختلاف د بنګله دېش دغه انتخابات، بائیکاټ کړي ؤ.
د اتوار/یکشنبې ورځې په انتخاباتو کې د بنګله دېش وزیراعظمه کامیابي حاصله کړه او د پېنځم ځل دپاره یې د وزیراعظمۍ عهده ترلاسه کړه. په دې انتخاباتو کې د بنګله دېش نشنلسټ پارټي (بي اېن پي) شامله نه وه، عمومي هړتال یې اعلان کړی و، او نورو یو شمېر ګوندونو هم ټاکنو کې د برخه اخېستو نه انکار کړی و.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائی کمېشنر وولکر تورک په یو بیان کې ویلي دي: "زه [د بنګله دېش] حکومت ته منت کوم چې ضروري ګامونه دې واخلي څو دا یقیني کړي چې د ټولو بنګله دېشیانو د بشري حقونو خیال وساتلی شي، او بل دا چې د یو حقیقي ټولشموله جمهوریت پایې دې مضبوطه کړي."
وولکر زیاته کړه چې، "په زرهاوو د حزب اختلاف ملاتړي په ناقانونه توګه ګرفتاره کړی شوي او یا وېرول شوي دي."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائی کمېشنر خبرداری ورکړ چې "دغسې چالونه د یوې رېښتوني حقیقي پروسې سره سازګاره ندي."
بنګله دېش یو وخت د غریبۍ د وجې یې مشهوره و، مګر د شيخ حسینه د حکومت په دورو کې یې اقتصاد ډېر ښه شو، مګر په حکومت باندې دا الزام لګېدلی چې بشري حقونه په پراخه کچه د پښو لاندې کوي او خپل مخالفین په بېرحمه ډول چقوي.
وولکر تورک وویل، ډله ییزې ګرفتارۍ، ګواښونه، جبري لادرکۍ، بلېک مېل کول او په خلکو نظر ساتل ټول هغه چالونه دي چې ویل کیږي د بنګله دېش د قانون د انفاذ چارواکو د ټولټاکنو نه مخکې څو میاشتو کې عملي کړي و.
نوموړي د هغه رپوټونو له امله هم افسوس ښکاره کړ چې ویل کیږي د حکومت مخالفه ډلو ګني سیاسي تشدد کړی او اورونه یې لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د هائی کمېشنر په بیان کې ویل شوي: "د اکټوبر د ۲۸مې نېټې راهیسي، شاوخوا پېنځه ویشت زره (۲۵۰۰۰) د حزب اختلاف ملاتړي ګرفتاره کړی شوي دي چې په کې د پارټۍ اهم مشران هم شامل دي."
په بیان کې دا هم ویل شوي چې د رپوټونو ترمخه، لږ تر لږه لس کسان په قید کې وژل شوي او یا مړه شوي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا کارونه "د حراست د سختو شرایطو یا ممکنه شکنجې په اړه سنجیده فکرمندۍ" سېوا کوي.
په همدې حال کې ګڼ شمېر د بشري حقونو کارکنان مجبوره کړی شوي چې ځانونه پټ کړي او یا د بنګله دېش نه فرار وکړي، او ویل کیږي چې په لسهاوو نور تنان د جبري لادرکه کېدو ښکار شوي دي.
وولکر تورک ویلي دي چې "په کار ده د دغو واقعاتو په آزادنه توګه پلټنه وشي، او ذمه وار کسان باید منصفانه او شفافو عدالتونو ته وسپارلی شي."
هغه دا هم ویلي چې په انتخابي کمپېنونو او انتخاباتو کې خلاف ورزۍ او بې ضابطګۍ دې هم وڅېړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائی کمېشنر ټینګار کړی چې "بنګله دېش کې جمهوریت په سختۍ سره ګټل شوی او په کار نده چې اوس صرف د نمایش دپاره استعمال کړی شي. د بنګله دېش د ټولو خلکو آینده ورپورې تړلې ده."
Forum