د افغانستان امریکن یونیورسېټي په یو بیان کې ویلي دي چې په هغه ملک کې یې د هائی سکول جېنکو ته، چې طالبانو یې تعلیم باندې پابندي لګولې ده، د تعلیم سهولیات برابر کړي دي. په بیان کې راغلي چې د دغه کار هدف، د لوستي ځواک ساتل او پالل دي، ځکه چې کاري ځواک په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي طاقت بنیاد دی.
د بیان ترمخه، د غه تعلیمي پروګرام د هغو جېنکو طالبعلمانو دپاره دی چې د نهم او لسم جماعت نه فارغه شوې وي مګر یوولسم جماعت یې ندی پیل کړی او په افغانستان کې د جېنکو په تعلیم باندې د بندیز له کبله، ندي توانېدلي چې خپل عالي تعلیمات مکمل کړي.
هغه زده کوونکې چې دغه پروګرام ته برابر دي، کولی شي چې د دې لارې آنلاین خپل دستاوېزات/اسناد وسپاري.
بیان زیاتوي چې دا تعلیمي پروګرام د امریکايي پوهنتون یا امریکن یونیورسېټۍ د اصولو او اقدارو سره برابر دی، چې د بیان ازادي، ډېموکراسي، توله فرصتونه، فردي حقونه، زغم یا برداشت او دا ډول نور ارزښتونه په کې شامل دي.
په بیان کې ویل شوي دي: «په دغه پروګرام کې ژمنو او وخت پېژندونکو زده کوونکو ته اړتیا لرو.»
د بیان ترمخه، دا پروګرام د هغو افغانو طالبعلمانو لپاره جوړ شوی چې په افغانستان کې دننه ژوند کوي او «موږ د هغو زده کوونکو اسناد نه قبلوو چې له افغانستان څخه د باندې ژوند کوي».
د امریکن یونیورسېټۍ په بیان کې د دغه پروګرام د نورو شرایطو په اړه هم څه ویل شوي نه دي او دا هم نه دي ویل شوي چې دا پوهنتون څومره زده کوونکې قبلولی شي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د ښځو جېنکو په تعلیم او تحصیل بندیزو ولګاوه او له شپږم جماعت ورپوته یې سکولونه او یونیورسېټۍ تر «امرثاني» پورې وتړل.
طالبانو په خپلې لومړۍ دورې کې د ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو په تعلیم او کار بندیز لګولی و. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا پرېکړه غندلې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې، خو طالبان وايي دا د افغانستان داخلي مسئله ده.
دا رپوټ د وي او افغان سروس نه اخستل شوی دی
Forum