د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انیټني بلینکن منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې نن د اسرایل په تل ابیب ښار کې له اسرایلي مشرانو سره ویني او وایي هغه به د سیمې هېوادونو ته د غزې د جګړې د لا خپرېدو د مخنیوي، د عامو خلکو د ژغورنې او بشري مرستو ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
بلیکن په داسې وخت اسرایل ته سفر کوي چې د دې هېواد ځواکونو په لبنان کې هم د حماس او حزب الله ډلو پر وسلوالو بریدونه پیل کړي او تازه خبر وايي چې اسرایلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزب الله یو کمانډر په هوایي برید کې وژلی دی.
د لبنان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، د وسام الطویل په نوم د حزب الله په پټه څانګه کې دغه کمانډر د ګل- دوشنبې په ورځ وژل شوی او وایي دا د اکتوبر له اوومې راهیسې په جګړه کې د دې ډلې تر ټولو مهم کسان دی چې وژل شوی دی.
په لبنان کې مېشتې وسلوالې ډلې حزب الله د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، د اسرایل پر یوه پوځي اډه یې ډرون برید کړی دی خو اسرایل وایي په برید کې یې اډاڼو یا چاته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.
حزب الله وایي دغه برید یې د اسرایل د هغو وروستیو هوایي بمبارۍ په بدل کې کړی دی چې لومړی یې د حماس ډلې مرستیال صالح العاروري او وروسته د ګل- دوشنبې په ورځ د دوی یو مهم کمانډر پکې و وژل شول.
حزب الله وایي د ډرون برید مقصد یې د اسرایل او لبنان له پولې شاوخوا لس کیلومیټره لرې په سفید سیمه د اسرایل یو پوځي مرکز په نخښه کول وو.
اسرایلي پوځ وایي دوی په هوا کې د هغو ډرون الوتکو مخه نیولې چې د لبنان له خاورې د اسرایل غاړې ته ور ویشتل شوي وو، خو وایي یو میزایل د اسرایل په شمال کې لګېدلی خو چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې او نه یې بل څه تاوان کړی دی.
تېره اوونۍ د حماس مهم چارواکی صالح العاروري هم په بیروت کې د اسرایل په ډرون برید کې ووژل شو.
د حزب الله د مهم کمانډر وژلو په منځني ختیځ کې د ممکنه پراخېدونکې شخړې نخښه ده، بلینکن په دې اړه خبریالانو ته وویل، دا په ښکاره ډول د اسرایل، لبنان یا حزب الله په ګټه نه ده چې جګړه له غزې بهر وغزېږي.
د نهې- سه شنبې په ورځ اینټني بلینکن د اسرایلو له صدر اسحاق هرزوګ سره تر خبرو وروسته وویل، دی به دا موقع ولري چې د ځینو هغو کسانو له کورنیو سره وویني چې حماس په غزه کې یرغمل ساتلي دي.
بلینکن وایي د اسرایل له مشرانو سره به هغه خبرې هم شریکې کړې چې د خپل سفر په مهال د سیمې د هېوادونو مشرانو په ترکي، یونان، اردن، قطر، متحده عرب امارات او سعودي عرب کې ورته کړې دي.
ښاغلي بلینکن د ګل- دوشنبې په ورځ د منځني ختیځ هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې ویلي وو، د دغو هېوادونو مشران کلکه اراده لري چې په سیمه کې د اسرایل او د حماس تر منځ د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي.
د اسرایل صدر اسحاق هرزوګ له دې کبله د امریکې مننه وکړه چې وایي "له اسرایل سره کلک ولاړ دی" او وایي د حماس خلاف جګړه هغه څه دي چې "نړیوال ارزښتونه او د ازادۍ نړۍ اقدار اغېزمنوي".
اسحاق هرزوګ د انصاف په نړیوال عدالت کې د دعوې په بنیاد هغه مقدمه هم رد کړه، چې پکې په اسرایل باندې په غزه پټۍ کې د "نسل وژنې" تور پورې شوی او دا تور یې "ظالمانه او بې بنیاده" وباله.
ټاکل شوې چې په نړیوال عدالت کې د دې مقدمې اورېدنه د پنجشنبې- زیارت په ورځ پیل شي، د اسرایل صدر وایي اسراییل به "په ویاړ د نړیوال بشردوستانه قانون په بنیاد د خپل زیات اصلي حق له مخې د ځان د دفاع مقدمه وړاندې کړي."
د امریکا چارواکو په تېرو څو اوونۍ کې پرله پسې په اسرایل ږغ کړی چې په غزه پټۍ کې د ملکي وګړو د ژغورنې لپاره ډېرې هڅه وکړي او ټاکل شوې چې اینټني بلینکن دا پیغام د نن د جنورۍ د نهمې په لیدنو کې هم اسرایلي چارواکو ته تکرار کړي.
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسرایلو په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 23,000 ته رسېدلی چې وایي زیات پکې ښځې او ماشومان دي.
اسرایل پر حماس نیوکه کړې چې په ښارونو کې د سمڅو یا ټونلونو د کارولو په ګډون په ملکي سیمو کې خپل عملیات پلانوي. صدر هرزوګ د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، اسرایل "په زښتو پېچليو حالاتو د دې ډاډ تر لاسه کولو زیاته هڅه کوي" چې ملکي خلکو ته مرګ وژبله نه واوړي.
بلینکن په سعودي عرب ته د سفر په وخت خبریالانو ته وویل، لوېدیځه غاړه او غزه باید د فلسطین تر مشرۍ لاندې حکومت سره یو ځای شي. بلینکن وویل:
"د سیمې راتلونکی باید یووالی وي، نه وېشل او نه شخړه، د دې لپاره موږ باید د یو خپلواک فلسطیني ریاست بنیاد ووینو."
له بلینکن سره تر خبرو وروسته د سعودي عرب ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په یوه بیان کې په غزه پټۍ کې د اسرایل د پوځي عملیاتو د درېدو او د امن او ارامۍ د ټینګښت لپاره د حالاتو د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اسوسیېټیډ پریس اخیستل شوي دی.
Forum