لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن: اسرایل د شمالي غزې وضعیت ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو په مشن موافقه کړې


اېنټني بلېنکن ویلي "دا (د ملګرو ملتونو مشن) به معلومه کړي چې څه باید وشي ترڅو بې ځایه شوي فلسطینیان په شمال کې په خوندي توګه کورونو ته ستانه شي. "
اېنټني بلېنکن ویلي "دا (د ملګرو ملتونو مشن) به معلومه کړي چې څه باید وشي ترڅو بې ځایه شوي فلسطینیان په شمال کې په خوندي توګه کورونو ته ستانه شي. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن د غزې د جګړې د کنټرولولو لپاره د خپل وروستي سفر کې د نهې/ سه شنبې په ورځ په تل ابیب کې ویلي چې بې ځایه شوي فلسطینیان باید د حالاتو د سره سم ژر تر ژره خپلو کورونو ته ستنېدو اجازه ولري، او اسرایل په دې خبره موافقه کړې چې د ملګرو ملتونو مشن ته به د جګړې څخه ځپل شوې شمالي غزه کې د وضعیت ارزولو اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن د نهې/ سه شنبې په ورځ په تل ابیب کې یوې خبري غونډې ته وویل: "په داسې حال کې چې په شمالي غزه کې د اسرایل کمپاین د کم شدت مرحلې ته داخلیږي او اسرایل دفاعي ځواکونه هلته خپل ځواکونه کموي، موږ نن د ملګرو ملتونو مشن لپاره د حالاتو جاج اخیستو لپاره د یو پلان په اړه موافقه وکړه."

اېنټني بلېنکن زیاته کړه: "دا (د ملګرو ملتونو مشن) به معلومه کړي چې څه باید وشي ترڅو بې ځایه شوي فلسطینیان په شمال کې په خوندي توګه کورونو ته ستانه شي. "


د امریکا دغه جګپوړي ډپلومېټ د اسرايلي مشرانو باندې ټینګار وکړو چې د فلسطيني ملکي خلکو د نور زيان مخه ونيسي.

ښاغلي بلېنکن وویل: " په غزه کې د ملکي خلکو، په تېره بیا د ماشومانو ورځنی تلفات خورا زیات دي. "

اېنټني بلېنکن د نهې/ سه شنبې په ورځ په تل ابیب کې د اسرایل د وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل چې د حماس پرضد د اسرایل په روانه جګړه کې د غزې په پټۍ کې د ملکي وګړو ته د نور زیان رسولو څخه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو مېلر د نهې/ سه شنبې په ورځ د اېنټني بلېنکن د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د جنګ کابینې سره د لیدنې نه وروسته په یوه بیان کې وویل: " د بهرنیو چارو وزیر (اېنټني بلېنکن) د اکټوبر د اوومې د ترهګریزو بریدونو د بیا ترسره کېدو د مخنیوي لپاره د اسرایل د حق لپاره زموږ ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړو او په غزه کې د نورو ملکي تلفاتو د مخنیوي او د ملکي زیربناوو د ساتنې اهمیت یې ټینګار وکړو."

د نهې- سه شنبې په ورځ اینټني بلینکن د اسرایلو له صدر اسحاق هرزوګ سره تر خبرو وروسته وویل، دی به دا موقع ولري چې د ځینو هغو کسانو له کورنیو سره وویني چې حماس په غزه کې یرغمل ساتلي دي.

بلینکن وایي د اسرایل له مشرانو سره به هغه خبرې هم شریکې کړې چې د خپل سفر په مهال د سیمې د هېوادونو مشرانو په ترکي، یونان، اردن، قطر، متحده عرب امارات او سعودي عرب کې ورته کړې دي.

ښاغلي بلینکن د ګل- دوشنبې په ورځ د منځني ختیځ هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې ویلي وو، د دغو هېوادونو مشران کلکه اراده لري چې په سیمه کې د اسرایل او د حماس تر منځ د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي.

د اسرایل صدر اسحاق هرزوګ له دې کبله د امریکې مننه وکړه چې وایي "له اسرایل سره کلک ولاړ دی" او وایي د حماس خلاف جګړه هغه څه دي چې "نړیوال ارزښتونه او د ازادۍ نړۍ اقدار اغېزمنوي".

بلینکن له دې مخکې د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره په خبرو کې ویلي وو چې هغه به د غزې په تړانګه کې د حماس د وسله والو له خوا د یرغمل شویو یو شمېر کسانو له کورنیو سره د لیدو فرصت ولري او د اسرائیلو مشرانو ته به هغه څه شریک کړي چې له نورو مشرانو یې اورېدلي دي. په ترکیه، یونان، اردن، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې د تمځایونو پرمهال سیمه.

اسحاق هرزوګ د انصاف په نړیوال عدالت کې د دعوې په بنیاد هغه مقدمه هم رد کړه، چې پکې په اسرایل باندې په غزه پټۍ کې د "نسل وژنې" تور پورې شوی او دا تور یې "ظالمانه او بې بنیاده" وباله.

ټاکل شوې چې په نړیوال عدالت کې د دې مقدمې اورېدنه د پنجشنبې- زیارت په ورځ پیل شي، د اسرایل صدر وایي اسراییل به "په ویاړ د نړیوال بشردوستانه قانون په بنیاد د خپل زیات اصلي حق له مخې د ځان د دفاع مقدمه وړاندې کړي."

د امریکا چارواکو په تېرو څو اوونۍ کې پرله پسې په اسرایل ږغ کړی چې په غزه پټۍ کې د ملکي وګړو د ژغورنې لپاره ډېرې هڅه وکړي او ټاکل شوې چې اینټني بلینکن دا پیغام د نن د جنورۍ د نهمې په لیدنو کې هم اسرایلي چارواکو ته تکرار کړي.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسرایلو په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 23,000 ته رسېدلی چې وایي زیات پکې ښځې او ماشومان دي.

اسرایل پر حماس نیوکه کړې چې په ښارونو کې د سمڅو یا ټونلونو د کارولو په ګډون په ملکي سیمو کې خپل عملیات پلانوي.‌ صدر هرزوګ د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، اسرایل "په زښتو پېچليو حالاتو د دې ډاډ تر لاسه کولو زیاته هڅه کوي" چې ملکي خلکو ته مرګ وژبله نه واوړي.

بلېنکن په سعودي عرب ته د سفر په وخت خبریالانو ته وویل، لوېدیځه غاړه او غزه باید د فلسطین تر مشرۍ لاندې حکومت سره یو ځای شي. بلینکن وویل:

"د سیمې راتلونکی باید یووالی وي، نه وېشل او نه شخړه، د دې لپاره موږ باید د یو خپلواک فلسطیني ریاست بنیاد ووینو."

له بلېنکن سره تر خبرو وروسته د سعودي عرب ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په یوه بیان کې په غزه پټۍ کې د اسرایل د پوځي عملیاتو د درېدو او د امن او ارامۍ د ټینګښت لپاره د حالاتو د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

امریکا د اسرايل او فلسطين دواړو ترمنځ په تل پاتې امن او سلامتۍ باندې ټينګار کوي.

خو امریکې د درېو میاشتو راهسې روانه جګړې ودرولو دپاره د جنګ بندۍ د عربو غوښتنې رد کړي او د اسرايل ملاتړ یې دوامداره ساتلی دی.

اسرايل او امريکا ګڼي چې جنګ بندي يواځې حماس د اسرايل د پوځ پرضد جګړې دپاره بيا منظم کوي.

په نړیواله کچه د فلسطيني وګړو په لويه کچه وژنو او بشري بحران باندې اندېښنې څرګنديږي او ملګري ملتونه بيا بیا په جنګ بندۍ ټينګار کوي.

اسرايل وايي، د حماس د خطرې ختمولو او په غزه یې د قبضې ختمولو پورې جګړه دوامداره ساتي.

امریکا د اسرایلیانو او فلسطینیانو، دواړو دپاره په یو پایداره امن و امان ټینګار کړی، او دا یې ویلي چې غواړي فلسطینیان ځان ته سیاسي حقونه حاصل کړي، په خاص ډول د یو فلسطیني ریاست جوړېدل چې د اسرایل دپاره امن هم په کې تضمین شوی وي.

منځنی ختيځ د هغې وخت راهسې د سختې جګړې سره مخ دی چې په اووم اکتوبر د ايران ملاتړې حماس ډلې په اسرايل بریدونه کړي، د اسرایل په خبره په دغو بریدونو کې 1200 کسان وژل شوي او حماس 240 کسان يرغمل کړي، ځينې یې خوشي شوی خو اوس هم په غزه کې 130 يرغمل شوي موجود دي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اسوسیېټیډ پریس اخیستل شوي دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG