ملګرو ملتونو د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل، د دې ادارې لخوا په ټېکه نیول شوې هېلي کاپټر د الشباب تندلارو د صومالي په ګالمودوګ صوبه کې قبضه کړې ده، او اوس هڅې روانې دي چې دا مسئله حل شي.
د ملګرو ملتونو د سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرېش ترجمان، سټېفن دوجاریک په نیویارک کې یو پرېس کنفرانس ته وویل: "زه د دې خبر تصدیق کولی شم چې نن [د شورو/چهارشنبې ورځ] د صومالي په ګالمودوګ کې یوه داسې واقعه وشوه چې د ملګرو ملتونو لخوا په ټېکه نیول شوی هېلي کاپټر پورې تعلق لري."
دوجاریک زیاته کړه: "هلې ځلې روانې دي، خو [په هېلي کاپټر کې] د سپارو کسانو د تحفظ په خاطر، مونږ اوس مهال هېڅ نورې خبرې نه کوو."
دغه هېلي کاپټر د هېرشابیل صوبې د بلد وین ښار نه پورته شوې وه، او د ګالمودوګ صوبې وېسیل ښار ته تلله او د چارواکو په وینا، مقصد یې د مریضانو لېږدول و. مګر صومالیایي چارواکو وي او اې ته ویلي چې وېسیل ته د تللو پر ځای، دا هېلي کاپټر په شیندیهیر سیمه کې راکوزه شوې ده، کوم چې د الشباب ډلې د قبضې لاندې سیمه بلل کیږي.
چارواکو دا هم ویلي چې هېلي کاپټر کې نهه (۹) تنان سپاره و، او د دوی په باور، د الشباب ډلې تندلارو یې اکثره ګرفتاره کړي دي. تر اوسه ښکاره نده چې هېلي کاپټر کې سپاره کسان د کومو ملکونو وګړي و.
د صومالي په ګالمودوګ صوبه کې د ادادو ښارګوټي یو چارواکي، فرح دیري ورسام وي او اې ته وویل چې دغه هېلي کاپټر کې کارکنان سپاره و، او "دا یو د هغو هېلي کاپټرو و چې صومالي کې یې د زخمیانو په لېږدولو کې مرسته کوله."
فرح ورسام زیاته کړه: "ما واورېدل چې دغه هېلي کاپټر مشکلات درلودل، او پائیلټ فیصله وکړه چې په هوا کې د چاودېدو په ځای، دا به بهتره وي چې کوز شي، نو هغه هېلي کاپټره په محفوظه طریقې پر ځمکه کوزه کړې ده."
د صومالي د حکومت یو چارواکي، چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، وویل چې دغه هېلي کاپټر،(Bell 412) ډوله وه او تنکیکي ستونزې یې لرلې.
دا لا معلومه نده چې هېلي کاپټر ته په هوا کې دا ستونزه څنګه پیدا شوې، آیا کومه تکنیکي ستونزه وه او که د الشباب تندلارو په ګولیو ویشتې ده او مشکلات یې په کې پیدا کړي دي.
فرح ورسام ویلي دي، ځايي خلکو هغه ته وویل چې د هېلي کاپټر د راکوزېدو نه پس، د الشباب کسان هلته رسېدلي او په هېلي کاپټر کې سپاره کسان او پائیلټان یې ځان سره یرغمل بیولي دي.
فرح ورسام د ځایي خلکو د قوله دا هم ویلي چې وروستو الشباب ډلې هېلي کاپټر ته اور اچولی دی.
Forum