لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ دعوه کړې چې ډیره اسماعیل خان کې یې په عملیاتو کې "دوه ترهګر "وژلي دي


د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې دوه وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي آر د خالي- شنبې په ورځ خپل بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دا عملیات د ډیره اسماعیل‌ په کلاچۍ سیمه کې کړي اؤ دوه هغه ترهګر پکې وژل شوي چې په امنيتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو ترڅنګ د بې ګناه ولسي وګړو نه قلنګ اخستو او د هغوي په هدفي وژنو کښې ککړ وو.

ای ایس پي آر پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې قانون نافذونکې ادارې له ډیره وخته په هغوي پسې لګېدلې وې .

پوځ دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې شمالي وزيرستان کې د عملیاتو په مهال ترهګرو سره دډزو په سخته تبادله کې یو وسله وال کمانډر تبسم چې په قادرمان یې شهرت درلودو او ترهګر ساجد چې په سرکنډي مشهور ؤ، وژل شوي دي.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د دوو "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې وه.

پوځ د جمعې په ماسخوتن ناوخته په خپله وېبپاڼه خپور کړي بيان کې ويلي وؤ سیمه کې"د ترهګرو د شتون استخباراتي معلومات وو، عمليات شوي او د ډزو تبادله کې دوه ترهګر عبدالله خدري او خالد جانان وژل شوي دي".

د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې په بې طرفه ډول تصدیق ممکن نه وي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په شمالي وزيرستان کې د دغه ډول عملياتو خبرونه ورکوي او په شمالي وزيرستان او نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت په امنيتي ځواکونو وسله وال بريدونه هم کيږي.

په نزدې موده کې د زياترو بریدونو زمه وارۍ کالعدم تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې دي.

په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستيو ورځو کې په پوځ او پولیسو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې ده.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د زیارت- پنجشنبې په ورځ پېښور کې د پوليسو يوې دستورې ته په وينا کې ويلي وو "د ترهګرۍ ضد جګړه ګټل شوې ده يواځې د دې ګټې اعلان پاتې دی څه وخت به لګي په دې اعلان کې، شپږ مياشتې، يو کال، يو نيم کال، زه نه يم خبر".

څېړونکي وایي پاکستاني پوځ اؤ حکومت تر دې وړاندې هم وخت په وخت دعوې کړي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو له دغو دعوؤ وروسته اکثره بیا ترهګر په نور قوت سره راپورته شوي اؤ په پوځ اؤ امنیتي ادارو یې خپل بریدونه لا پسې چټک کړې دي.

ترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی ناصر داوړ وایي تر دې وړاندې هم مختلفو وختونو کې پوځ اؤ حکومتونو دعوې کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو وایي برعکس بیا لیدل شوي دي چې ترهګر په نور قوت سره راپورته شوي اؤ د پوځ ملا یې ماته کړې ده.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ وویل د ضرب عضب عملیاتو په مهال خو حتی تر دې حده دعوې شوې وې چې سیمه له ترهګرو پاکه کړل شوې ده اؤ د هغوي د بریدونو توان ختم کړی شوی خو سوال دا پیدا کیږي چې بیا نن سیمه کې په امنیتي ځواکونو دا بریدونه څوک کوي ؟

نوموړي وویل د ترهګرۍ پرضد جګړه یوازې په دعوؤ نه شي ګټل کیدای حقیقتونه به په نظر کې نیول وي اؤ تر ټولو ستر حقیقت دادی چې تر څو دې جګړه کې ولس ته حقایق ونه ښودل شي اؤ هغوي ځان سره ملګري نه کړی شي نو د ولس له مرستې پرته دا جګړه نه شي ګټل کیدای.

هغه وویل د ترهګرۍ پرضد د جګړې په اړه د پاکستان تګلاره کې واضحه تضاد لیدل کیږي، دوي وایي یو څه اؤ کوي بل څه چې له دې امله د خپل ولس تر څنګ اوس نړۍ هم زیاتره د پاکستان په دغسې زبانې دعوؤ باور نه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG