لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او ايران د افغانستان په حالاتو غږېدلي دي


د پاکستان د بهرنيو چارو نګران وزیر جليل عباس جېلاني او افغانستان دپاره ځانګړي استازي اصف دراني، د افغانستان دپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره ليدلي، د افغانستان په حالاتو او سيمې په امنیت یې خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، جليل عباس جېلاني په ليدنه کې د پرامنه او باثباته افغانستان دپاره د پاکستان په عزم ټينګار کړی، او د سيمې د سولې او ثبات دپاره یې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو په کردار هم زور راوړی دی.

له دې وړاندې اصف دراني هم د ايراني چارواکي سره په خبرو کې د افغانستان په حالاتو او سيمې د امن په خبرو غږېدلی دی.

د نړیوالو چارو کارپوهه ډاکټر اعجاز خټک وايي، د افغانستان په حواله د پاکستان او ايران خبرې مهمې دي، دوی دواړه په ځينو خبرو متفق کېدی شي خو د افغانستان په حواله یې ګټې يا اهداف بدل دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، پاکستان او ايران دواړه د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي، او دواړه په خپلو کې په ځینو خبرو اختلاف لري او په ځینو اتفاق هم لري. د نوموړي په خبره ايران او پاکستان په خپلو کې ګيلي هم لري خو تعلق یې قابو ساتلی دی.

هغه وویل، "دا ليدنه په دې حواله مهمه ده چې دوی د یو بل سره مشورې کوي، که دوی په شريکه د افغانستان په حواله کومه خبره کوي نو هغه به اثر لري، خو د داعش خبره بدله ده ځکه په افغانستان کې واکمن طالبان هم وايي چې د داعش پرضد عمليات کوي او په افغانستان د داعش فشار نه شي راتلی، او پاکستان د افغانستان په حواله د ټي ټي پي د موجودګۍ خبره کوي".

د پاکستان، ايران او افغانستان اړيکو په اړه نوموړي وویل، د ايران د افغان کډوالو په سر د افغانستان سره خبرې شته خو دومره اختلاف ورسره نه لري څومره اړيکې چې ورسره د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په او په وروستيو کې د افغان کډوالو په سر ترينګلې شوي دي.

د افغانستان دپاره د ايران ځانګړي استازي په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې پاکستان په افغانستان تورونه لګوي.

پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.

خو په افغانستان کې واکمنه طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي. خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.

د پاکستان او افغانستان کې د واکمنو طالبانو د يو بل ضد تورونو او بیانونو لړۍ دوام لري.

او ايران دوه ورځې وړاندې ويلي، په درېمه جنورۍ کرمان ښار کې شوو ځانمرګو بريد کوونکو کې يو په افغانستان کې روزنه ترلاسه کړې وه.

د ايران په کرمان ښار کې په درېمه جنورۍ د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني کمانډر قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو ته ګڼ خلک راټول شوي، ځانمرګي بريدونه پرې شوي لږ تر لږه 90 کسان پکې وژل شوي وو.

داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په افغانستان کې واکمنه طالبان په تکرار سره وايي، خپله خاوره د بل کوم هيواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG