د اکسفام نړېوال مرستندویه تنظیم د یو رپوټ ترمخه، د دې لسیزې تر آخره به په دنیا کې د یو کس دولت، یو زر بلین ډالرو ته ورسېږي او د نړۍ اولنی ټرېلینر به شي. اکسفام خبرداری ورکوي چې په نړۍ کې د انسانانو ترمنځ د نابرابرۍ کچه ډېره زیاتيږي او د کمپنیو زیاتېدونکی طاقت، دا نابرابري لا پسې تېزوي.
په همدې حال کې د نړۍ په سلهاوو لیډران او د کمپنو مشران په ورلډ اکانمیک فورم کې د برخه اخېستنې دپاره د سویټزرلېنډ ډېوېس سیرګاه ته رسېدلي دي.
د فوربس مجلې ترمخه، بېزوس د اېمازان بنسټ اېښودونکی جېف بېزوس چې څو غټې کمپنیانې لري، د نړۍ یو له درېیو ټاپ مالدارو کسانو څخه دی.
د اکسفام خېراتي تنظیم وایي، د بېزوس او د نورو بلینرانو دولت، په ډېرې تېزۍ سره زیات شوی، خو د دنیا اکثره نور خلک لا پسې غریب کیږي.
امریکا کې د آکسفام تنظیم یو مشر، نبیل احمد وي او اې ته وویل: «د نړۍ پنځه تنه تر ټولو زیات مالداره نارینه – او دا یادول په کار دي چې ټول یې نارینه دي – دوی د ۲۰۲۰ کال راهېسي په دې لسیزه کې خپلې شتمنۍ د دوه برابرو نه هم زیاتې کړې دي. او دا هغه د سر کسان دي. همدې حال کې قریب پېنځه مېلینه خلک تر پخوا هم ډېر غریب شوي دي. که حالات همداسې روان وي، په یوه لسیزه کې به نړۍ اولنی ټرېلینر ولري، خو د غریبۍ ختمولو دپاره به دوه پېړۍ په کار وي.»
اکسفام وایي نړېوال معیشت یو نوی دور پیل کړی دی، او د نبیل احمد په وینا، دا هغه دور دی چې غټې کمپنیانې عظیم دولت ځانونو ته راکشوي، او «په اقتصادونو هم اختیار ساتي، او دا صرف د یو څو ډېرو مالدارو تنانو په لاسونو کې دي.»
جېف بېزوس او نور لوی بلینران وایي د هغو کمپنۍ ټېکسونه ورکوي او خلکو ته کارونه پیدا کوي.
د نړېوال اقتصاد فورم:
د اکسفام رپوټ په داسې حال کې خپور شو چې د نړۍ لیډران او د غټو کمپنیو مشران د ګل/دوشنبې په ورځ د سویټزرلېنډ د ډېوېس سکي سېرګاه ته رسېدلي دي چې د نړېوال اقتصاد د فورم په کلني غونډه کې برخه واخلي.
په دې اجلاس باندې د منځني ختیځ او د اوکراین جنګونو سیوری خور کړی دی. اوکراین د ډېوېس سېرګاه په منځ کې یو نندارتون جوړ کړی او هغه کې یې د روس د یرغل له کبله پیدا شوي کړاوونه ښودلي دي.
ټاکل شوې ده چې د دې هفتې په وروستیو کې د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د ډېوېس اجلاس ته وینا وکړي، او داسې افواهات شته چې هغه به د ماسکو د نږدې ملګري هېواد، چین له وزیراعظم سره هم ملاقات وکړي.
د ډېوېس په ناسته کې به د نړېوالو قرضو او د سود شرحې په لوړېدو، او همدا راز په نویو اقتصادي چلېنجونو او فرصتونو، په خاص ډول د مصنوعي ذهانت په باب خبرې اترې وشي.
ناقدان وایي چې د ډېوېس اجلاس د عالمي اشرافیه یوه غیرجمهوري غونډه ده.
خو ملاتړ کوونکي وایي، په داسې دنیا کې چې ورځ تر بلې اختلافات او غیریقیني صورتحال ډېریږي، د ډېوس ناستې په شان خبرې اترې ډېرې اهمې دي.
Forum