د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د شورو په سهار خپور کړل شوې په یوه اعلامیه کې د ایران لخوا د خپل فضایي هوایي حدود/حریم سرغړونه په کلکه غندلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپور کړل شوې دغه اعلامیه کې ویل شوې چې د ایران لخوا د پاکستان د فضایي هوایي حدودو سرغړونې کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جینکې ژوبل شوې دي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان د فضایي هوایي حدودو/حریم سرغړونه بلکل د منلو وړ نه ده او جدي نتیجې لرلې شي.
د دې ورړاندې رویټرز ویلي وو چې ایران د نهې، سه شنبې، په ورځ په پاکستان کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه یې په مزایلو تباه کړي.
رویټرز خبري ادارې دغه خبر د ایران د حکومتي مطبوعاتو له قوله ورکړی دی.
د رپورټ ترمخه، په تېرو وختونو کې جېش العدل د پاکستان سره په پوله د ایران په سرحدي سیمو کې په ایراني ځواکونو د حملو ذمه وارۍ منلې دي.
د بلوچستان په پنجګور سیمه کې امنیتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ته د حملې تصدیق کړی
و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې دا لا د اندېښنې وړ ده چې دا غیر قانوني عمل د پاکستان او ایران تر منځ د اړیکو د څو چینلونو له شتون سره سره شوی دی. او پاکستان له دې وړاندې هم په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت اړوند لوړ پوړو چارواکو ته په دې اړه سخت احتجاج کړی دی.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې په اسلام اباد کې د ایران ناظم الامور د بهرنیو چارو وزارت ته رابلل شوی ترڅو د پاکستان له حاکمیت څخه د دې ښکاره سرغړونې په کلکه غندنه وکړې شي او د نتیجو مسؤلیت به د ایران په غاړه وي.
د پاکستان د خارجه چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې پاکستان تل ویلي چې ترهګري ترهګري د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی چې په اړه یې همغږي اقدام ته اړتیا ده. دا ډول یو اړخیزه ګامونه د ښه ګاونډیتوب له اړیکو سره سمون نه خوري او کولای شي دوه اړخیز باور او اعتماد ته جدي زیان ورسوي.
دغه برید کله او کوم ځاې ترسره شو؟
د ایران د سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا خبر ورکړی چې د ایران په یوه میزایل او ډرون برید کې د بلوڅ وسله والې ډلې جیش العدل دوه اډې له منځه وړي دي.
د رپوټونو له مخې، څو ساعته مخکې د ایران سپاه پاسداران د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله پر یوه کلي میزایل بریدونه وکړو.
د ایراني میډیا په وینا په پاکستان کې د جیش العدل دوه مرکزونه په میزایلو سره په نښه شوي دي.
د رپوټونو له مخې دغه بریدونه د پنجګور رایفلز د چېدګي سیکټر په سبز کوه سیمه کې د جیش العدل په کېمپ ترسره شوې ده.
د سبز کوه، چېدګي پوله د پاکستان په بلوچستان کې پرته ده.
تېره میاشت د ايران په صوبه سيستان بلوچستان کې په يو ترهګريز بريد کې 11 ايراني امنیتي عسکر وژل شوي وو چې د ايران په قول بريد کوونکي له پاکستانه ايران ته ننوتي وو. د بريد پړه ترهګر ډلې جېش العدل په غاړه اخستې وه.
د ايران په صوبه سيستان بلوچستان کې د تېرې میاشت د پوليسو په تاڼه شوي بريد وروسته د ايران لخوا د پاکستان په ضد سخت غبرګون مخې ته راغلی وو.
د ايران سرکاري خبري اېجنسۍ ایرنا د رپورټ ترمخه د ايران د کورنیو چارو وزیر احمد وحيدي په پاکستان غږ کړی وو چې هغه دې د خپلو پولو دننه ترهګر له اډو جوړولو ودروي.
پاکستان د ايران تورونو ته خپل ځواب کې د ترهګرۍ په ضد د ايران سره د اسلام اباد خپل دريځ تکرار کړی وو او ویلي يې وو چې ترهګري يو شريک چېلنج مني.
ایران او پاکستان له کلونو راهیسې په يو بل تورونه لګوي چې هغوى په خپل اوږد سرحد باندې په ممکنه توګه پټو ترهګرو د ختمون لپاره د پام وړ ګامونه نه پورته کوي.
په کال 2019 کې ايران او پاکستان ویلي وو چې دوی په پوله د وسله والو د مخنیوي لپاره يو شريک ځواک جوړوي خو له هغې وروسته ددې ځواک په اړه څه وه نه ویل شو.
د ايران د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د ابتدايي پلټنو څخه ښکاره شوې چې حمله کوونکي د پاکستان څخه ايران ته ور داخل شوي وو.
مطبوعاتي رپورټونه وايي د ايران په سيستان بلوچستان کې په پوليسو شوی بريد تیر کال په دې سيمه کې تر ټولو خونړۍ حمله وه چې د افغانستان او پاکستان سره تړلي د ايران سرحد ته نزدې شوې وه.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او اې اردو نه اخیستل شوي
Forum