د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي، امریکا باید د نړۍ او سیمې په چارو کې د پاکستان د کردار اعتراف وکړي او دې ته اړتیا ده چې له اسلام اباد سره تل په تعمیري او رغوونکو اړیکو کې پاته شي.
انوار الحق کاکړ دغه خبرې د سویټزرلېنډ په ډېوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډه کې د امریکا له سي این بي سي ټیلیویژن سره په تازه مرکه کې کړې دي.
له وزیراعظم کاکړ څخه پوښتنه وشوه چې د فرورۍ پر اتمه د پاکستان تر عامو انتخاباتو مخکې د امریکا د صدر جوبایډن انتظامیې ته څه پیغام لري، هغه یې په جواب کې وویل:
"پاکستان د ارزښت وړ ملک دی، د اندېښنې وړ ملک نه دی، نو موږ اړتیا لرو چې پاکستان باید په تعمیري توګه [په اړیکو کې] ښکېل وساتل شي".
پاکستان په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امریکا ملګری پاته شوی، خو د امریکا د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت ورباندې تور پورې کړی وو، چې د ترهګرو د ځپلو لپاره ریښتینې مبارزه نه کوي.
خو پاکستان دا تورونه ردوي او له امریکا غواړي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې د مهم کردار د تر سره کولو اعتراف وکړي، ځکه چې وایي د پوځیانو په ګډون یې تر 70 زره زیات خلک په دې جګړه کې وژل شوي دي.
انوارالحق کاکړ په خپله مرکه کې یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه او ویې ویل، "دا [پاکستان] د منځنۍ کچې قوت دی او د هغه د اصلي صلاحیت او رول ستاینه ضروري ده او دا که په سیمه ییزه یا په نړیواله کچه وي [د پاکستان او امریکا] تعمیري اړیکې د وخت اړتیا ده".
په وروستیو لسیزو کې په نړیوالو رسنیو کې داسې اندازې هم لګول شوې دي چې کېدای شي له پاکستان سره د امریکا اړیکې له دې کبله هم کمزورې شوې وي چې اسلام اباد د امریکا اقتصادي رقیب چین ته نیژدې شوی دی.
سي این بي سي له انوار الحق کاکړ څخه وپوښتل، آیا په 2001م کال کې پر افغانستان د امریکا برید او دې هېواد ته یې راتګ د دې سبب شو چې پاکستان یې له اقتصادي او امنیتي پلوه چین ته نیژدې کړ، کاکړ وویل:
"نه، زه فکر نه کوم چې د دې وجه افغانستان ته د امریکا راتګ وو، موږ او چین په سټرېټیجیکه او تاریخي توګه سره نیژدې یو، داسې وخت هم وو چې د سوېت یونین خلاف امریکا او چین سره نیژدې وو، نو دا درېواړو هېوادونو له یو بل سره د نیژدې اړیکو تاریخ لري".
انوار الحق کاکړ په تېرو میاشتو کې دعوه کړې وه چې په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې له دې کبله زیاتې شوې دي چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي او هلته پاته شوې امریکایي وسله وسلوالو ډلو ته په لاس ورغلې ده. طالبانو یې دا دعوه رد کړې وه.
خو د پاکستان نګران وزیراعظم له سي این بي سي سره په مرکه کې دا دعوه بیا تکرار کړه او ویې ویل چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه په بیړه له افغانستانه ووتل او وسله یې پاته شوه، چې وروسته په تور بازار کې خرڅه شوه.
Forum