لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټوینټي پرله پسې څلورمه سیالۍ کې هم نیوزيلینډ پاکستان ته ماتې ورکړه


د ټي ټوینټي کرکټ د پینځوؤ سیالیو د لړۍ پرله پسې څلورمه لوبه کې هم نیوزي لینډ پاکستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړې اؤ د لوبو دا لړۍ یې ترې د صفر مقابله کې په څلورو لوبو ګټلې ده.

د پاکستان لخوا ورکړل شوی د 159 منډو هدف نیوزي لینډ د دریوؤ لوبغاړو په تاوان د 19م اوور په وړومبي بال ترسره کړو.

د پاکستان لخوا د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې د نیوزي لینډ وړومبني درې لوبغاړو یوازې په 20 منډو وسوځېدل.

د نیوزي لینډ وړومبی لوبغاړی فن ایلن د اتوؤ منډو په جوړولو د شاهین شاه اپریدي په بال وسوځېدو اؤ ورپسې کپتان شاهین اپریدي ټم سیفرټ هم وسوځولو.

شاهین یوازې د څلورو منډو په ورکولو سره ول ینګ هم وسوځولو.

د دغو دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته چې ډیرل مچل اؤ ګلین فلپس توپ وهنې یا بېټنګ ته ودریدل نو هغوي د خپلې لوبډلې پښې مضبوطې کړې اؤ تر د لوبې ګټلو پورې ونه سوځېدل.

ډیرل مچل 72 او ګلین فلپس 70 منډې جوړې کړې .

په کرایسټ چرچ کې ترسره شوې دې سیالۍ کې وړومبی بیټنګ پاکستان کړی ؤ اؤ هغوي په ټاکلو 20 اوورونو کې د پینځوؤ لوبغاړو په تاوان 158 منډې جوړې کړې وې.

د پاکستان له لوري وړومبی صایم ایوب اؤ‌محمد رضوان بېټنګ وکړو خو صایم ایوب په دویم اوور کې یوازې په منډه جوړولو وسوځېدو.

کله چې د پاکستان منډې 56 ته ورسېدې نو د پاکستان بل لوبغاړی بابر اعظم هم په 19 منډو وسوځېدو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG