لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران او پاکستان د یو بل پر خاوره په بریدونو کې "ترهګر نه، عام خلک وژلي"


خلک د ایران په سرانان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو تر هوایي برید وروسته د نړېدلیو کورونو مخته را غونډ دي.
خلک د ایران په سرانان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو تر هوایي برید وروسته د نړېدلیو کورونو مخته را غونډ دي.

په یورېینیمو غني اسلامي هېواد ایران او په اېټمي وسلو سمبال اسلامي هېواد پاکستان په تېرو دوو ورځو کې د یو بل پر خاوره هوایي بریدونه کړي او دواړه دعوه کوي چې په دغو بریدونو کې یې "ترهګر وژلي" دي، خو رپوټونه او خلک وایي "عام خلک" پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ وايي، د جنورۍ په 18مه سهار وختي یې په ايران کې دننه د "ترهګرو ډلو بلوچستان لبرېشن ارمي او بلوچستان لبرېشن فرنټ ځالې په نخښه کړي"، خو د مرګ ژوبلې شمېر یې نه دی ورکړی.

د ایران د سېستان- بلوچستان صوبې مرستیال ګورنر علي رضا مرحمتي وایي، د پاکستان برید له پولې سره په سراوان سیمه کې نه تنه بهرنیان وژلي، چې وایي درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي دي.

ایران له کوم وسلوال تنظیم سره د وژل شویو کسانو د تړاو په اړه څه نه دي ویلي، خو اسوسیېټډ پریس وایي، بلوچ لبرېشن آرمي خپلواکي غوښتونکي تنظیم په یو بیان کې ویلي، چې د پاکستان په برید کې "بې ګناه بلوڅان" وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د جنورۍ په 16مه د ایران پاسدارانِ انقلاب د پاکستان د بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې پر یو کلي هوایي برید کړی وو او دعوه یې کړې وه چې په برید کې یې د جیش العدل سني وسلوالې ډلې کسان په هدف کړي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی وو او دعوه یې کړې وه چې ایراني ځواکونو د پاکستان د فضایي هوایي حدودو سرغړونه کړې او په برید کې یې دوه ماشومان وژلي او درې نجونه یې ژوبلې کړې دي.

وژل شوي وسلوال وو که عام خلک؟

په اسلام اباد کې له تېرې څه کم یوې میاشتې راهیسې "د بلوڅانو د جبري بې درکیو او غیرعدالتي وژنو" خلاف د احتجاجي پرلت مخکښه ماه رنګ بلوڅ وایي، د ایران او پاکستان په هوایي بریدونو کې دواړه غاړو ته "عام بې ګناه خلک" وژل شوي دي.

ماه رنګ پر خپل ایکس د دوو ځوانانو او یوه ماشوم د مرګ او د څلورو ماشومانو او یوې ښځې د ژوند عکسونه ورکړي او وایي دغه کسان د پاکستان په برید کې وژل شوي‌ دي. وي او اې ډیوه د دغو عکسونو تایید نه دی کړی.

ماه رنګ د جنورۍ پر 18مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د ایران په سراوان سیمه کې چې د پاکستان په هوایي برید کې څوک وژل شوي، وایي د هغوی خپلوان د دوی په احتجاجي کېمپ کې دي:

"ستاسې د نمبر ون پوځ په میزایل چې کوم ماشوم وژل شوی د هغه عمر درې میاشتې دی، په دې باید خوشالي ولمانځئ. دواړو غاړو ته ښځې او ماشوم په نخښه کړل شوي او دواړه غاړو ته هغه قوتونه دي چې د ښځو او ماشومانو په وژلو یو بل ته مبارکۍ ورکوي".

تر اوسه لا په دې اړه کره معلومات نه شته چې آیا د ایران او پاکستان په بریدونو کې وژل شوي کسان ریښتیا هم د جیش العدل، بلوچستان لبرېشن آرمي او بلوچستان لبرېشن فرنټ وسلوالو ډلو سره تړاو درلود یا د دوی د جنګیالیو د کورنیو خلک دي که څنګه او نه دا معلومه ده چې د دوی مړي چېرې ښخ کړل شوي او د ټپیانو علاج چېرې روان دی.

په امریکا کې مېشت مشهور پاکستانی خبریال احمد نوراني تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ په ایران کې هغه خلک په برید کې په نخښه کړي، کوم چې د ده په وینا "د پوځ د ظلم" له کبله ایران ته تللي او هلته یې پناه اخیستې وه. نوراني پر خپل ایکس په یو پوسټ کې لیکلي:

"له ایران سره د حساب برابرولو لپاره له دې ډاره چې که د ایران پر پوځي اډو برید وکړي هسې نه جواب ورکړي، خپل بې ګناه خلک یې په نخښه کړل چې هلته یې پناه اخیستې وه".

د پاکستان پوځ او حکومت دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو وایي د کره استخباراتي معلوماتو په بنیاد یې د بي ایل اې او بي ایل ایف پر مرکزونه بریدونه کړي، خو خو بي ايل اې او بي ايل ايف ويلي دوی هلته څوک نه لري او نه د دوی څوک په نخښه شوي.

ایران او پاکستان دواړو چې په خپلو خاورو کې پر کومو کورونو هوایي بریدونه کړي دي، رسنیو ته په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې دواړو غاړو ته داسې کورونه په نخښه شوي چې اکثر خام او له خټو جوړ کورونه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG