لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د روس د پوځي‌ الوتکې د غورځېدو په اړه بیړنۍ غونډه کوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د روس د پوځي ټرانسپورټي الوتکې د لوېدو په اړه بیړنۍ غونډه کوي، الوتکه د جنورۍ په 24مه د روس او اوکراین پولې ته نیژدې لوېدلې او دواړه هېوادونه یې د پلټنو غوښتنه کوي.

روس پر اوکراین تور پورې کوي چې په بیلګورود سیمه کې یې دغه الوتکه ویشتلې او را غورځولې ده، وایي په دې الوتکه کې د 65 اوکرایني جنګي بندیانو په ګډون ټول 74 تنه سپاره وو او ټول مړه شوي دي.

د روس د دفاع وزارت ویلي په الوتکه کې شپږ روسي عمله او درې روسي پوځیان هم سپاره وو او ټاکل شوې وه چې له اوکراین سره د بندیانو تبادله د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه سرحدي پوسته کې وشي.

د امنیت شورا نننۍ بیړنۍ غونډه د روس په غوښتنه را بلل شوې ده خو د ترکیې د انادولو خبري ایجنسۍ د خبر له مخې فرانس دغه بیړنۍ غونډه رد کړې ده.

د انادولو د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د روس مرستیال سفیر دیمیتري پولیانسکي په ټیلیګرام کې لیکلي، چې فرانس هڅه کوي د اوکراین لپاره "وخت واخلي" او د الوتکې د مرګونې پېښې په اړه "لږ تر لږه خپل معقول سپیناوی وکړي".

دیمیتري پولیانسکي تور پورې کړی چې فرانس په جنورۍ کې د امنیت شورا د مشر په توګه له خپل واک څخه د ناوړه ګټې اخیستو لاره خپله کړې او وایي "د کییف د ترهګر برید" په اړه یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ماسکو د بیړنۍ غونډې غوښتنه رد کړې ده.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې دا اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون ته راغلی، تور پورې کړی چې اوکراین دا "ترهګر برید" کړی دی. لاوروف خبریالانو ته ویلي:

"اوکرایني جنګي بندیان بیلګورود سیمې ته وړل کېدل چې د ماسکو او کیف تر منځ د تړون په بنیاد خوشي کړل شي، خو د دې پر ځای اوکراین له خارکیف سیمې هوایي دفاعي میزایل را وویشت، الوتکه یې په نخښه کړه او دا یو مرګونی برید وو".

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي وایي، حکومت یې د الوتکې د لوېدو په اړه پر نړیوالو پلټنو ټینګار کوي، خو د روس صدر لا تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي‌ ویلي.

زلنسکي د شورو- چارشنبې په شپه ناوخته په خپله وینا کې وویل، "څومره چې ممکنه وي، ټول حقایق باید را وړاندې شي، ځکه چې الوتکه د روس په خاوره کې لوېدلې ده او زموږ له واکه بهر سیمه ده".

ښاغلي زلنسکي تور پورې کړی چې روس "د اوکرایني جنګي بندیانو له ژوند، د هغوی د خپلوانو له احساساتو او زموږ د ټولنې له جذباتو سره لوبې کولې".

د روس له امنیتي چارو سره تړلي د «بازا» په نوم یو ټیلیویژني چېنل پر ټیلیګرام یوه ویډیو خپره کړې چې رویټرز تایید کړې او په هغه کې ښودل شوي چې یوه لویه الوتکه په بیلګورود سیمه کې یابلونوو کلي ته نیژدې را لوېږي‌ او له لوېدو وروسته چاودل کېږي.

د اوکراین پوځ د الوتکې غورځېدو پېښه مخامخ نه ده یاده کړې، خو وایي روس داسې بریدونه کړي چې په بیلګورود سیمه کې د روسي پوځي الوتکې له کښېنستو سره تړلي دي.

د اوکراین پوځ وایي دوی به د روس هغه پوځي الوتکې په نخښه کړي چې ګومان کېږي د راتلونکو بریدونو لپاره میزایل لېږدوي.

د اوکراین هوايي ځواک د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، روس چې د شپې کوم بریدونه کړي په هغه کې څلور میزایل هم شامل دي چې وایي ‌له بیلګورود سیمې یې ویشتل شوي وو.

د اوکراین هوايي ځواک دا هم ویلي، د روس له خوا چې کوم 14 ډرون ور ویشتل شوي وو، د اوکراین هوايي دفاع په هغوی کې 11 را غورځولي دي.

د اوکراین خارکیف سیمه د روس له بیلګورود سیمې سره پوله لري، دواړو هېوادونو له تقریباً دوو کلونو راهیسې چې ماسکو پر اوکراین یرغل څو ځله تر خپل منځ جنګي بندیان تبادله کړدي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي او د وي او اې خبریالې مارګریټ بیشیر هم پکې برخه اخیستې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG