لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له سختې لړې وروسته پښتونخوا کې سبا نه د بارانونو کېدو وړاندوینه شوې ده


د اوږدې مودې د لړې اؤ سختې یخنۍ نه وروسته د موسمیاتو محکمې پېشګوي یا وړاندوینه کړې ده چې سبا د خالي یا شنبې د ورځې نه په خېبر پښتونخوا صوبه کې بارانونه راښکې کیدای شي.

د موسمیاتو د محکمې له لوري جاري کړل شوې پیشنګویۍ یا اندوېنه کې ویل شوي نن د جمعې د ورځې نه به پېښور، نوښار، مردان، صوابۍ اؤ ډیره اسماعیل کې لړې اؤ یخني راکمه شي اؤ د سبا نه صوبه کې د بارانونو اؤ واورو د ورښت د لړۍ پېل کیدو امکان دی.

د تېرو څو اوونیو راهسې دپاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې سخته لړه راخوره شوې وه چې له امله یې په ملک کې د یخنۍ شدت هم سیوا شوی ؤ اؤ بیلابیلې ناروغۍ ورسره پېدا شوې وې.

دپاکستان د هوابازۍ د محکمې شمیرې ښیي چې ددې لړو له امله د کال په وړومبیو 26 ورځو کې دپاکستان دننه د 750 الوتکو الوتنې منسوخ کړل شوي اؤ 180 الوتکې په متبادلو هوایي اډو کوزې شوې دي.

د موسمیاتو محکمې ویلي دي چې نن د جمعې په سهار پېښور کې د حرارت درجه 5 ډګري سینټي ګریډه ریکارډ کړل شوې ده.

د موسمیاتو محکمې پېشنګوي کړې ده چې د 27مې جنورۍ څخه به مغربي هواګانې ملک ته رادننه شي چې دا به تر 31مې جنورۍ د ملک په لوړو سیمو کې موجودې وي.

ددې هواګانو نه د 31مې جنورۍ څخه د صوبې بیلابیلو سیمو لکه پېښور، نوښار، صوابۍ، سوات، دیر، چترال، ایبټ اباد، مانسهره، هري پور، کوهاټ اؤ بنو کې تر 31مې جنورۍ د باران ورېدو پېشنګوئ شوې ده.

په 28مه او29مه جنورۍ د بلوچستان په کوټه، ږوب، زیات، چمن، بارکهان اؤ مکران په سمندري غاړو کې هم د نري باران امکان ښودل شوی دی.

د موسمیاتو محمکې ویلي چې په سوات، ناران،کاغان، ګلیاتو اؤ مري کې د وارو د ورښت له امله د لارو تړل کېدو اندېښنه هم شته اؤ سېلګرو ته یې باران اؤ واورو کې د محتاطه پاتې کېدو غږ کړی دی. ‎

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG