د طالبانو د روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۴ کال لپاره د پولیو ناروغۍ پرضد د واکسین ورکولو لومړنی کمپاین نن د ګل یا دوشنبې په ورځ پیل شوی.
د وزارت چارواکو ویلي، د پولیو دغه کمپاین به چې د فیبرورۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام ولري، د افغانستان د ۲۱ ولایتونو په ۲۳۳ ولسوالیو کې ترسره شي او تر ۷.۵ میلیونو زیاتو ماشومانو ته به پکې د پولیو څاڅکي ورکړل شي.
د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکو خبریالانو ته ویلي، چې تر اوسه پورې سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده موندل شوې.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې په ختیځ ولایت ننګرهار کې موندل شوې وې.
د طالبانو د روغتیا وزیر دا هم ویلي، چې د پولیو پېژندنې لومړنی لابراتوار به په فېبرورۍ کې په کابل کې جوړ شي او د پولیو وایرس ټول ټېسټونه به په کابل کې کېږي.
تر دې مخکې به افغانستان د پولیو وایرس د پېژندې لپاره اخېستل شوې نمونې د پاکستان سرښار اسلام اباد ته استولې.
Forum