لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ته سزا اورول یوه قانوني معامله ده


د امریکې د خارجه محمکمې ویاند متهیو ملر پاکستان کې د خصوصي عدالت له لوري په سایفر قضیه کې پخواني وزیراعظم عمران خان ته د لس کلن بند په سزا اورول کېدو د څه رقم تبصرې کولو څخه انکار کړی اؤ ویلي یې دي چې دا یوه قانوني معامله ده
د امریکې د خارجه محمکمې ویاند متهیو ملر پاکستان کې د خصوصي عدالت له لوري په سایفر قضیه کې پخواني وزیراعظم عمران خان ته د لس کلن بند په سزا اورول کېدو د څه رقم تبصرې کولو څخه انکار کړی اؤ ویلي یې دي چې دا یوه قانوني معامله ده

د امریکې د خارجه محمکمې ویاند متهیو ملر پاکستان کې د خصوصي عدالت له لوري په سایفر قضیه کې پخواني وزیراعظم عمران خان ته د لس کلن بند په سزا اورول کېدو د څه رقم تبصرې کولو څخه انکار کړی اؤ ویلي یې دي چې دا یوه قانوني معامله ده.

میتهیو ملر ویلي "دا د پاکستان په عدالتونو کې یوه قانوني معامله ده،مونږ د پخواني وزیراعظم پرضد دا مقدمه وخت له سره تعقیبوؤ خو په دې پرېکړه څه تبصره نه شو کولی ،څنګه چې مونږ پرله پسې وایو چې مونږ به پاکستان کې د جمهوري اصولو،انساني حقونو اؤ د قانون په واکمنۍ ټینګار کوؤ څنګه چې دا وینا نورې نړۍ ته هم کوؤ"

د نهې یا سه شنبې په ورځ خارجه دفتر کې رسینو ته د احوال ورکولو په مهال د ویاند متیهیو ملر نه دا پوښتنه هم شوې ده چې د پاکستان دننه حکومتي ادارې اؤ نور د انتخاباتو نه وړاندې په یو مهم شخصیت پسې لګیدلې دي اؤ هڅه کوي چې عمران خان له اقتداره لرې وساتي ایا تاسې نه ګڼئ چې له دې امله به جمهوریت ته زیان ورسیږي؟

ویاند یې په ځواب کې ویلي د پخواني وزیراعظم پرضد مقدمه چلیدل یوه قانوني معامله ده اؤ مونږ دا معامله د پاکستان په عدالتونو پرېږدو خو مونږ چې څه لیدل غواړو هغه یو داسې جمهوري عمل دی چې پکې باید ټولو ګوندونو ته د ګډون اجازه وي اؤ جمهوري اصولو ته پکې درناوی وي.

هغه وویل مونږ د پاکستان کورنیو معاملو کې د یو اړخ لوي ته ودرېدل نه غواړو مونږ په دې هکله هیڅ دریځ نه خپلوؤ چې کوم امیدوار د اقتدار لپاره په زغل کې شامل دی ،مونږ بې پلوه اؤ روڼ انتخابي عمل غواړو خو کومې چې قانوني معاملې دي د هغې فیصله به د پاکستان عدالتونه کوي.

متیهو ملر وویل مونږ بې پلوه اؤ رڼې ټاکنې لیدل غواړو، او څارنه کوؤ چې راتلونکو لس، اتوؤ ورځو کې په دې لړ کې څنګه پرمختګ کیږي؟

تېره ورځ د سايفر قضيې دپاره د جوړ ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنېن د سایفر قضیې په فیصله کې پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اؤ د هغه ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي ته د لسو، لسو کالو د مشقت د بند سزاګانې اورولې دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، اسلام اباد هايکورټ کې به فېصله چېلنج کوي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان ویلي، دغه قضيه په توندۍ سره چلول شوې ده.

هغه زياته کړې، په خپلو پلويانو غږ کوي چې دوی د زغم نه کار واخلي، دوی په هايکورټ او سپريم کورټ اعتماد لري اخر کې به دوی ريليف ترلاسه کيږي.

په پخواني وزيراعظم عمران خان تور دی چې اووم مارچ 2022م یې د امریکې څخه ترلاسه کړی سایفر د خپلو شخصي ګټو دپاره کارولی او د ملي امنیت خیال یې نه وو ساتلی.

په 13م دسمبر د سايفر قضيه کې د عمران خان او د هغه د حکومت د پخواني وزير شاه محمود قرېشي باندې فرد جرم لګول شوی او دواړو د صحت جرم نه انکار کړی وو.

د ياد تور په اساس د تېر کال 2023م د اګست په 15مه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) په سرغړونه کولو مقدمه درج کړې وه.

د دې قضيې د اورېدنې دپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی شوی او د قانون وزارت بيا اعلاميه جاري کړې وه چې د عمران خان ضد اورېدنه دې په زندان کې دننه وشي.

د ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات په 29م اګست د سایفر قضيې لومړۍ اورېدنه کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG